The news is by your side.

د نړۍ حيرانوونکي ودانۍ!

خبريال وېبپاڼه: د نړۍ هيوادونو دومره پرمختګ کړی چې ځيني وخت انسان د ټکنالوجۍ او ساينس له داسي څيزونو سره مخ چې انسان ورته حيران پاتې شي.

د نړۍ پرمختللي هيوادونه هڅه کوي يو داسي څه رامنځته کړي چې نړيوال يې وستايي.

اوس وخت کې د نړۍ تکړه انجينرانو د ساينس او ټکنالوجۍ په مرسته داسي دوانۍ ډيزاين کړي دي چې ډيري زړه راښکوونکي دي.

په دې ليکنه کې به د نړۍ هغه عجيبه او جالبي ودانۍ وپيژنۍ چې تاسو به هم ورته حيران شئ!

۱: د زرافې په ډول جوړه شوي ودانۍ، زرافه چې د ځنګلي حيواناتو له جملې څخه ده او ډيره لوړه هم ده.

په شکل او ډيزاين کې يې د فرانسې په پاريس ښار کې يوه ودانۍ هم جوړه شوي ده دا ودانۍ د ماشومانو د ساتني يو مرکز دی.

۲: د دوبۍ قاب ودانۍ، په متحده عربي اماراتو کې شتون لري ۱۵۰/۱۰۵ مترو سره د نړۍ لوې قاب دی دا ودانۍ د مستطيل شکله اينې په ډول دی چې د نړۍ يو له عجيبو ځايونو څخه شميرل کيږي.

۳: د اتميوم ودانۍ، د اتميوم ودانۍ د بلجيم هيواد بروکسيل کې شتون لري او د نړۍ يو له عجيبو ودانيو څخه شميرل کيږي.

دا ودانۍ د بلجيم د ۳ تکړه انجينرانو اندره واترکين، اندره پولاک او ژان پولاک لخوا ډيزان او جوړه شوي ده.

د ودانۍ په ۱۹۵۸ز کال کې د بلجيم د هغو پلانونو څخه وه چې د بروکسيل ښار د ښايسته والې لپاره پلان شوي وه.

۴: د ايليدن تاريخي ودانۍ، د ايليدن تاريخي ودانۍ د مقدونيه هيواد کې شتون لري.

دا دوانۍ د مقدونيه هيواد د دوه غوره انجينرانو جرډن ګرابولوسکې، او ايسکرا ګرابولوسکا لخوا په ۱۹۷۴ز کال کې ډيزاين شوي وه.

۵: د شيلاټ نړيوال مرکز، د شيلاټ نړيوال مرکز د هند په حيدراباد ايالت کې شتون لري چې د ماهي په شکل جوړه شوي ودانۍ ده.

د شيلاټ نړيوال مرکز رغنيږي چاري په ۲۰۱۲ز کال کې پای ته ورسيدي.

۶: د ووشې واندا نندارتون، د چين د ووشې ښار يو فرهنګې مرکز او نندارتون دی.

دا ودانۍ يو عجيب جوړښت لري چې د چين د محلي څيزونو، رواجونو، دودونو، خوراکونو او نورو د پيژندلو لپاره جوړه شوي ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.