The news is by your side.

د شپې ډوډۍ بايد مخکې له اووه بجو وخوړل شي!

خبریال ویبپاڼه: د شپې لخوا د ډوډۍ وخته خوړل د انسان پر بدل ګڼل شمېر مثبتې اغېزې درلودى شي. کلونه کېږي، چې ډاکټر پر دې ټينګار کوي، چې د شپې ډوډۍ بايد سپکه غذا وي او له دې سره بله اړينه خبره دا ده، چې د شپې ډوډۍ بايد مخکې له اووه بجو څخه وخوړل شي. دا چې د شپې ډوډۍ خوړل مخکې له اووه بجو څخه کومه ګټه لري، په دې ليکنه کې تاسو ته ښودل شوي دي:

۱ـ د وزن کمېدل:

کله چې د شپې ډوډۍ وخته وخوړل شي نو مخکې له ويده کېدو به د هضم پروسه هم ختمه شي. چې دا د دې لامل کېږي، چې د شپې لخوا پر معده هم ډېر فشار نه وي، او کله چې ډوډۍ وخته خورو نو نو د شپې لخوا د انسان په بدن کې کومې اضافي وازدې شتون لري، نو بدن د خپلې انرژۍ پوره کولو لپاره له وازدو څخه خپله انرژي پوره کوي.چې دې حالت د بدن ته کتوزيس وايي.يا په بله وينا کتوزيس د بدن هغه حالت ده چې بدن د خپلې انرژۍ پوره کولو لپاره ذخيره شوې انرژي مصرفوي.

۲ـ د ښه خوب درلودلو لامل کېږي:

د شپې لخوا ډېره ډوډۍ خوړل د دې سبب کېږي، چې زمونږ معده سوزش پيدا کړي. ډاکټران وايي که چېرته د شپې ډوډۍ وخته وخوړل شي، نو د وخته هضم کولو سره به د ښه خوب خاوند هم شو.

د زړه روغتيا : ميهر راجپوت د ډوډۍ په برخه کې د يو شمېر څېړنو وروسته دا ثابته کړه چې د شپې لخوا وخته ډوډۍ خوړل د هغو ناروغانو لپاره چې په شکر،د تروييد ناروغۍ،د زړه ناروغۍ او د رګونو بندښ په ناروغيو باندې اخته دي، نو دا لارښوونه کېږي، چې د شپې لخوا وخته ډوډۍ وخوري. تر څو تر کومه وخته چې دوى ويښ دي ډوډۍ په ښه توګه هضم شي. د شپې ناوخته ډوډۍ خوړلو کې د وينې فشار لوړېدو خطر ډېر وي که چېرې د شپې لخوا د ولږې احساس کوې، نو د ورځې لخوا خپل غذايي رژيم ته ته پاملرنه وکړئ، او د سهار له شپږو د شپې تر اووه بجو بايد تاسې 4يا شپږ وخته ډوډۍ وخوړئ. تر څو د زړه په سلامتیا کې مو ونډه اخیستې وي.

خو د بده مرغه زمونږ هیواد کې خلک پر دې روږدي شوي دي، چې درې وخته ډوډۍ وخوري او دا ډوډۍ ښه به ماړه نس وی، خو په بهرنیو هیوادونو کې بیا داسې نه ده، هلته خلک د دا درې خوړو تر څنګ ځينې سپکې ډوډۍ هو خوري تر څو د ډوډۍ خوړو په وخت کې ډېء د ولږې احساس ونه کړي، او په یوه ځل ډېره ډوډۍ هم ونه خوري.

د دې تر څنګ کله چې په بهر هیوادونو کې خلک ډوډۍ خوري نو د څوکۍ پر سر کېنی چې دا د دې لامل کېږي، چې معدې ته د ډوډۍ په وخت کې ډېره هوا لاړه نشي، او کله چې مونږ په ناسته ډوډۍ خورو نو لومړی خو زمونږ پر معدې ډېر فشار وي او بل دا چې له هرې مړۍ سره ډېره هوا هم معدې ته ننوځي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.