The news is by your side.

اوميندوارې ښځو ته کوم خواړه ورکړل شي؟

خبریال ویبپاڼه: اوميندواري يا د ماشوم زېږول د مېرمنې د ژوند هغه پړاو ده، چې حتى د مرګ خطر هم پکې شتون لري. د اوميندوارۍ په وخت کې بايد مور او ماشوم ته ډېر پام وشي، که چېرې يوه اوميندواره ښځه په روحي لحاظ خوشحاله وي نو د راتلونکى ماشوم هم ارامه او سالم زېږېږي.

د اومينداورۍ په وخت کې ښځو ته بايد ډېره پاملرنه وشي، معاينات يې په وخت وشي،غذا يې بايد سالمه وي، داسې چاپيريال ورته جوړ کړو چې د خپګان احساس ونکړي، ځکه د مور خپګان او ژړا د راتلونکي ماشوم په ذهن ډېره بده اغېزه کوي.

اوس راځو دې خبرې ته جې يوه اومينداوره ښځه بايد کوم خواړه وخوري؟

يوه اوميندواره ښځه بايد ورځ کې ۵ یا ۶ځله خواړه وخوري، ځکه سم او صحي خواړه خوړل د ماشوم په روغتيا کې ډېر رول لري. اوميندواره ښځه نظر نورو ښځو ته داسې خوړو ته اړتيا لري، چې په هغه کې ويټامينونه،منرالونه،ايوډين،کلسيم،اوسپنه او فوليک اسيد ولري. تر څو جنين يا ماشوم د مور په نس کې ښه وده وکړي. د ښو خوړو نه خوړل د ده سبب کېږي،چې ښځه تل د سټريا او کمزورئ احساس ولري. او د مکروبونو پر وړاندې ضعيفوالى يې رامنځته شي.حتى تر دې چې خراب غذايي رژيم د ماشوم د نقصان لامل کېږي، او يا هم کم وزنه او بې مناسبه ماشوم وزېږېږي.

دا چې د اوميندوارۍ پر مهال د ښه غذايي رژيم ګټې، په دې ليکنه کې يې راسره ولولئ:

۱ـ که چېرې اوميندواره ښځه سم خواړه وخوري هغه ته د ده ځواک او قوت ورکوي،چې د کور کارونو کې هم ونډه واخلي، او هر څومره چې يوه اوميندواره ښځه ګرځي او د کور کارونه کوي، د هغه لپاره تر ټولو غوره ورزش ده.

۲ـ که چېرې مور سمه غذا وخوري نو دا په مسقيم ډول پر ماشوم يې اغېزه کوي،او ماشوم يې ښه وده کوي. د اوميندوارۍ په وخت کې د مور سم غذايي رژيم د مور په صحتمندۍ کې ډېر اړين وي، ځکه په دې وخت کې چې کله ماشوم د مور په نس کې وي نو د مور کلسيم ډېر کمېږي، او ضعيفه کېږي، نو مور بايد ښه غذا وخوري چې ماشوم يې هم سالم وي او په خپله يې هم د هډوکو سلامتيا کې برخه واخلي.

۲ـ ښه غذا خوړل له مور سره مرسته کوي، چې د ناروغيو پر وړاندې مقاومت ولري.

۳ـ. ښه غذايي رژيم له مور سره دا مرسته کوي، چې د زېږون څخه وروسته مور خپله انرژي ژر پوره کړي.

۴- ښه خواړه خوړل ماشوم قوي او پياوړى راولي. نو که غواړۍ ماشوم مو روغ او پیاوړی اوسي د ده په تمه مه اوسئ چې ماشوم مو وزېږېږي او تاسې ورته ښه خواړه ورکړئ، بلکه د ماشوم اصلي روزنه او صحتمندۍ په هغه وخت پورې تړلې ته چې ماشوم د مور په نس کې وي.

د اومیندوارې ښځې سره د خاوند او د هغه د کورنۍ غړو ښه چلند هم بل ډېره اړینه موضوع ده ، چې باید ورته پام وشي. او تر ډېره باید خاوند په دې کوښښ وکړي چې خپله میرمن خوشحاله وساتي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance