پر ټيليفون مړ او په صابون مړ څه توپیر سره لري؟

خبريال وېبپاڼه- په کابل ښار کې په يو داسې مړينه خبر شوم چې يو مسافر د ښار په زړه کې پر یوه ټلیفون باندې وژل شوی دی، وسله لرونکو غلو له دغه مسافر څخه ټلیفون غوښتی دی او مسافر هم مقاومت کړی خپل ټلیفون یې نه دی ورکړی، په دې جريان کې غلو بلاخره دا کس په خپل ټلیفون باندې له منځه وړی دی.

تر کومه ځايه چې زه خبر شوم نو دا ټلیفون هلته د دوه دريو زرو افغانيو ارزښت درلود او هېواد ته راغلي مسافر د خپلې کورنۍ سره د اړيکې لپاره کاراوه کوم چې ده په غوښتل غلو ته ورکړي، خو د ټيليفون له نه ورکړې سره غلو په دې باندې خپلې وسلې را اړولې دي او ډزې يې ورباندې کړي.

د پېښې له ځايه يوه نېږدې کس په ښکاره ويل چې غله په مدرنو وسلو کومې چې يوازې امنیتي ځواکونه لري سمبال و ډېر په ډاډ سره يې خپل کار وکړ او له سیمې څخه هم په ډېره آرامۍ ولاړل.

دغه ډول غلاوې، په رڼا ورځ هغه شکونه لا زياتوي چې ويل کېږي کابل ښار کې د خلکو د ژوند قاتل غله د حکومت له ننه کلک ملاتړ لري، څه موده وړاندې په کابل کې د یوه معتبر خبري بنسټ مشر راته وويل چې ان اوس په کابل ښار کې پولیس ځینې کوڅې د يوې شپې لپاره په غلو باندې پلوري، دوی یوه کوڅه غلو ته د څو ساعتونو يا پوره شپې لپاره يا ډول په کرايه ورکوي، غله که غلا وکړه که نه، که لږ یې وکړه که ډېره خو پوليس له دوی څخه خپلې پيسې اخلي.

د کابل دې پېښې ماته ان هغه د رباني وخت را په ياد کړ، هغه وخت په کابل کې د رباني کسانو يو غريب سړی ځکه په ګوليو سوری سوری کړی و چې د هغه سره په شاه صابون یې د پيسو بنډلونه ګڼلي و، کابل کې اوسنی حالت همدا ډول دی او د رباني د وخت سره کوم خاص توپير نلري.

په ښار کې وېره خوره ده، په هېچا باور نه شته، ټول له‌ يو بل څخه ډارېږي، کورنۍ مازديګر خپل اولادونه راټولوي او دروازه بندوي، په موټر کې ناسته سپرلي له موټروان څخه ډارېږي او موټروان بيا له سپرلۍ څخه په وېره کې وي.

د حکومت چارواکي ډېری په دې ډول پېښو کې لاس لري، ‌د حکومت لوړ پوړي چارواکي هم په دې کارونو کې خپله ونډه لري، که نه دوی کولی شي په ډېر کم وخت کې دا ډول پېښې کمې او پسې ورکې کړي.

حکومتي وياندويانو سره خبره نه کېږي، هغوی له هرې پېښې د خپلې چوکۍ د ځواکمنتيا لپاره کار اخلي او هرڅه په طالبانو ور اړوي، دوی طالبانو ته پېغورونه ورکوي د مړو انځورونه خپروي خو په دې باندې یې سر نه خلاصېږي چې تر دې وړاندې ددوی مسولیت ددې پېښو مخنيوی دی.

لیکوال؛ تاج محمد ارين

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More