The news is by your side.

د ۲۰۲۱ کال هغه فلمونه چې خپرېدل یې ځنډیدلي

حبریال ویبپاڼه/ ټول خلک په ۲۰۲۱کال کې په دې تمه وو، چې پر لویو سینماګانو باندې د نړۍ مهم فلمونه وګوري خو د فلم جوړولو شرکتونو له لوري د کرونا ناروغي د زیاتوالي له امله د دې فلمونو خپرېدل څو ځلې ځنډیدلي.

د مړیني  وخت نسته دا اکشن فلم تمه وه چې د روان کال په پسرلي  کې  خپور سي خو اوس يې خپریدل ځنډېدلې او همدارنګه تیره شپه په سوهو کې ویرونکی فلم هم تمه وه راتلوونکی پسرلي خپور سي خو د کرونا له امله يې خپریدل ځنډیدلي.

د دې فلمونو د ځنډیدلو په دوام په نړۍ کې نورو کمپنیو هم د خپلو غوره فلمونو د خپراوي  نېټې ځنډولې دوی دا اقدام ځکه کړی چې اوس مهال لاهم کرونا همداسې جدي ګواښ دی او په اسانۍ سره انسانان له منځه وړي.

په ورته وخت کې د سوني پیکچر کمينۍ هم د سوپرهیرو فلم خپراوی په کلي توګه په ۲۰۲۱ کال کې ځنډولی او تمه ده، چې دا فلم د ۲۰۲۲ کال په جنوري میاشت کې خپور سي.

همدارنګه د دې کمپنۍ یوه بل غوره فلم چې د ارواحونو ښکار په نوم دی د ۲۰۲۲ کال د دوبي موسم پرځای د نومبر میاشت کې خپور سي

په وروستیو کې د پاراماونټ پیکچرز کمپنۍ هم د ارامه ځای ۲ فلم د راتلوونکي پسرلي څخه د سپټمبر میاشتي ۱۷ نېټې ته ځنډولې او داسې امکان سته کچیري لاهم د کرونا ویروس دوام وکړي نو دغه نېټې به نوري هم شاته سي.

تراوسه پوري په نړیواله کچه د کرونا دویمه څپه خورا خطرناکه روانه ده او په ډيری هېوادونو کې يې د ژوند چارې سختې کړې ځکه نو د فلمي کمپنیو له لوري د غوره فلمونو د خپرولو نېتې ځنډیږي.

تراوسه پوري په ټوله نړۍ کې په کرونا باندې تر ۱۱۱ میلیونو زیات انسانان اخته سوي چې له جملې څخه يې تراوسه پوري نژدې دوه نیم میلیونه انسانان مړه سوي او تر ۸۶ میلیونه زیات کسان بیرته رغیدلي

امریکا، هند او برازیل هغه هېوادونه دي چې له کرونا ناروغي څخه زیات کړیږي په دې هېوادونو کې هره ورځ کرونا سلګونه انسانان وژني  او زروګونه نور ورباندې اخته کیږي چې دا هېوادونه او دولتونه د دې ناروغۍ په کابو کولو کې پاتي راغلي او لاهم خلک په ویره کې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.