مک کول: ځواکونه نه باسو، طالبان د چوکۍ لپاره جګړه کوي
خبریال ویبپاڼه/ د امریکا په کانګرس کې د ډیمکراټانو ترڅنګ جمهوري غوښتووونکي سناتوران هم وايي چې امریکا باید خپل سرتیري له افغانستانه ونه باسي، هغوی وايي طالبان یوازي د قدرت لاسته راوړلو لپاره جنګیږي ځکه نو بایډن هم باید په خپلو پریکړو کې فکر وکړي
د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتوونکو د ډلګۍ مشر مایک مک کول ویلي چې مو په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پر پاتي کیدلو ټینګاکوو، ځکه د لته لاهم خطرونه موجود دي او باید سرتیري له افغانستانه ونه وزي د ده په وینا کانګرس سخت کار کوي ترڅو يې ځواکونه په افغانستان کې پاتي سي.
هغه وویل کچیري د سرتیرو نه ایستلو چاره ترسره سي نو افغانستان کې د یوې بلې جګړې د مخنیوي لپاره کار کیږي، هغه زیاته کړې چې طالبا یوازي د واک لپاره جګړه کي ځکه نو بایډن ته په کار ده چې امریکايي ځواکونه په سلا مشوره له دې هېواده وباسي.
د امریکا او طالبانو د هوکړي سره سم باید د راتلوونکي مي میاشت کې ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي خو داسې امریکا لا له وړاندې د خپلو سرتیرو د نه ایستلو پریکړه کړې وه او همدارنګه ناټو هم ویلي چې طالبان په خپلو ژمنو نه دي دریدلي ځکه نو خپل سرتیري له افغانستانه نه باسي.
د ناټو چوکاټ کې یوازي نیوزیلنډ هېواد ویلي چې د مي تر میاشتي خپل سرتیري له افغانستانه باسي بل کوم هېوا چې سرتیري يې افغانستان کې په دې تړاو څه نه دي ویلي.
جګړه او ویري
ورځ تربلې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې بریدونه او بمي چاودنې زیاتیږي چې تر ډیره يې زیان ملکي خلکوته اوړي، ځکه نو يې هغوی د خپل راتلوونکي لپاره اندېښمن کړي دي تراوسه پوري د امنیت دښه والي او خلکو د غوښتنو پوره کولو لپاره هیڅ نه دي سوي.
د افغان دولت بین لافغاني مذاکراتو ټیم یوازي په قطر او افغانستان کې دیره دی او د دې انتظار کوي چې څنګه له طالبانوسره د سولې خبرې پیل کړي تراوسه پوري د دې خبرو د پيل نتیجې ورکول هیڅ څرک نه لګیږی.
تازه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو پاتي کیدل د سولې پروسې سره مرسته کوي هغه ویلي چې ناټو باید په افغانستان کې د یوه سیاسي جوجاړي لپاره دقیقه وي او په خپلو پریکړو کې هم دقیقه وي د ناټو له پریکړو ښکاري چې خپل سرتیري به د مي له میاشتي وروسته هم په افغانستان کې پریږدي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.