اشرف غني؛ افغانستان څه ويتنام نه دی
خبریال وېبپاڼه- ولسمشر محمد اشرف غني پخپله يوه تازه مرکه کې د افغانستان د حکومت سقوط لرې خبره بللې ده او ويلي يې دي چې دولت په داسې يو حالت کې نه دی چې څوک یې دې د سقوط خیال او خبرې وکړي.
په داسې حال کې چې په دوحه کې د سولې او روغې جوړې خبرې په ټپه ولاړې دي افغان حکومت د طالبانو د بريا تعبير بې ځايه بولي او وايي چې همدا اوس په عملي ميدان کې ټوله جګړه دوی کوي او ان که بهرني ځواکونه ولاړ هم شي طالبان حکومت ته ماتې نشي ورکولای.
ولسمشر غني په داسې حال کې د حکومت د سقوط احتمال لرې بولي چې تېر کال يې د یوه امریکايۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي و چې که امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي حکومت شپږ مياشتې هم دوام نشي کولای.
خو شنونکي وايي د افغان حکومت دا په ځان ډاډه خبرې ځکه په زياتېدو دي چې د نړيوالو ملګرو همکاري ورسره په ډېرېدو ده او اشرف غني دا حس کوي چې اوس یې نو نړيوال د طالبانو سره هېڅکله يوازې نه پرېږدي.
د حالاتو څارونکي وايي چې اوس د افغان حکومت نړیوال ملګري د سولې په اړوند یوه طرفه دريځ نلري بلکې اوس ددوی دريځ داسې يو دريځ دی چې طالبانو ته واضح دا خبره کوي چې که سوله کېږي او جګړه کمېږي نو دوی به هم له افغانستان څخه وځي او که طالبان جګړه زباتوي نو چې څومره اړتیا وی بهرني هېوادونه به د افغانستان د حکومت پوځي او مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
ولسمشر غني تېره ورځ پخپلو څرګندونو کې د موقت حکومت مسلې ته هم د پای ټکی کېښود او ویې ویل چې ترڅو دی ژوندی وي نو هېڅوک به د موقت حکومت مخ ونه ويني.
دا طالبانو ته یو ښکاره پیغام و چې نه به ولسمشر غني استعفا وکړي نه به کوم مؤقت حکومت ومني، که طالبان روغه جوړه غواړي نو په حکومت کې ځای ورکول او په ټاکنيزو لارو ددوی د سياسي موخو تعقيبول هېڅ ستونزه نلري.
يوه ډله شننوکي بيا اوس هم په دې اند دي چې د امريکا نوی ولسمشر جوبایډن د افغانستان څخه خپلو سرتېرو ته ژمن دی خو غواړي دا سرتېري په داسې يو شکل وباسي چې افغان حکومت او طالبانو جوړه کړې وي او بيا دوي ولاړ شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.