هند له افغانستان سره ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کوي
خبریال وېب پاڼه/د یو شمېر هندي رسنیو په حواله ټاکل شوې ده چې هند په نیږدې راتلونکي کې افغانستان ته زرګونه ټنه غنم صادر کړي.
د دغې رسنیو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې ده هند افغانستان ته شاوخوا ۵۰ زره ټنه غنم صادر کړي. په ورته وخت د هند د کرنې او مالدارۍ وزیر په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان او لبنان ته به د ډیپلوماتیکو اړیکو پر بنسټ غنم واستوي.
دا په داسې حال کې ده د کرونا وبا په خپرېدو سره له نړۍ سربېره افغانستان هم له اقتصادي اړخه په ملیونونه ډالره زیان ولید چې دې حالت په بازار باندې هم ژور اغېز وشینده. د هېواد د اقتصاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د خوراکي او لومړنیو ارتزاقي توکو په بیو کې تر اوسه ۲۰ سلنه لوړووالی راغلی چې دې حالت د خلکو ژوند د بېوزلۍ او فقر په لور بېولی دی.
تېره اونیو کې له عربي متحده اماراتو، چین او ازبکستان څخه هم افغانستان ته مرستې راغلې وې دغې هېوادونو له افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه او نورو بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار کړی ؤ. د ازبکستان له مرستې را رسېدو سره سم په کابل کې د دغه هېواد سفیر ویلي وو چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوي.
موده مخکې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم د کرونا پر وړاندې د آسیاسي هېوادونو پر همغږۍ او د فقر په له منځه وړلو ټینګار کړی ؤ.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په خپل تازه بیان کې ویلي چې له چین څخه یې د تازه روغتیایي توکو د پېرلو او را واردولو په پار له دغه هېواد سره خبرې کړې دي. په دې توکو کې به د کرونا ضد طبي او حفاطتي وسایلو سربېره د دغې ناروغۍ د تشخیص الې هم وي. نوموړي په چین کې د افغانستان سفیر ته لارښوونه کړې چې د له دغې هېواد څخه د یادو شویو توکو په اخیستلو او را واردولو کې لاس په کار شي.
کرونا اوس مهال د ټولې نړۍ لپاره په لوی لوی سرخوږي اوښتې ده او ټولې چارې یې درولې دي. تېره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالو وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې دې د کرونا پر وړاندې محدودیتونه نور هم وغځوي.
په افغانستان کې د کرونا ۳۴ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي چې دې سره د کرونا مجموعي پېښې ۵۵۵ ته لوړې شوې.
د هند د کرنې وزیر په خپل پیغام کې وایي چې د مرستو په لړ کې به افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم لېږي. په ورته وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغې غنمو د چټک لېږد او د ترانزیټ د آسانتیاوو لپاره لاس په کار شوي دي او د هند، ایران او افغانستان سفیرانو ته یې ویلي چې په چابهار بندر کې د دغې مرستو د واردولو لپاره خپل دین او همکاري ادا کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.