The news is by your side.

اقتصاد وزارت، کرونا به ۵ لکه کورنۍ بېوزله کړي

خبریال وېب پاڼه/د اقتصاد وزارت په خپل تازه بیان کې په هېواد کې د کرونا له امله د فقر او بېوزلۍ ګراف د لوړېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت چارواکي وایي چې کرونا د هېواد پر اقتصاد ژور اغېز شیندلی دی او له کرونا وروسته ښایي افغانستان کې ملیونونه هېوادوال د فقر او بېوزلۍ تر سیوري لاندې راشي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې نړیوالو اقتصادي بنسټونو هم په ټوله نړۍ کې د ژور اقتصادي بحران خبر ورکړی او ویل کېږي له کرونا وروسته نړۍ ښايي په کم سارې توګه له اقتصادي ځوړ سره مخ شي.

د اقتصاد وزارت وایي چې ۵۰۰ زره کورنۍ به د خپل ورځني ژوند لګښتونه پوره نه کړای شي. د دغې وزارت چارواکو په یوه راپور کې د کرونا وبا اغېز او په هېواد کې یې د خلکو د ژوند حالت ارزولی دی. دوی د کرونا له امله د هېواد راتلونکې له لوی اقتصادي فقر سره ویني او زیاتوي چې په هېواد کې به بېوزلي او فقر نور هم زیات کړي.

هخوا د اکسفام موسسې په خپل تازه بیان کې وایي چې د کرونا له امله به اقتصادي بحران نیمه نړۍ بېوزله او د فقر تر سیوري لاندې راولي. دغې خیریه موسسې خبر ورکړی چې د کرونا له امله ښایي نیم ملیارد خلک دومره بېوزله شي چې خپلې ورځنۍ اړتیاوې به پوره نه کړای شي.

دوی په خپلو موندنو کې ښیي چې د کرونا را منځته شوی اقتصادي کرکېچ به پوره یوه لسیزه دوام وکړي تر څو بېرته په پښو درېدلي حالت ته رسېږي. دوی وایي په ځینو هېوادونو کې به اقتصادي حالت دری لسیزې پخوا حالت ته بوځي او له نا ببر اقتصادي رکود ره به مخ شي. دغه بسټ همداراز وایي چې تر دې به روغتیایي کرکیچ هم بدتر حالت ته ورسېږي او د نړۍ هر ګوټ به سخت اغېزمن کړي.

اوس مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۷ لکه کسان په کرونا اخته دي چې تر یو لک زیات یې وژلي هم دي. په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۵۲۱ ته لوړې شوې دي او تېره شپه په کابل کې د دوه نور کسان هم د کرونا له امله وژل شوي دي. دې سره په هېواد کې د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ ته لوړ شو.

د اقتصاد وزات وړاندې په خپل بیان کې وایي چې د کرونا خپرېدل به پر کورونو، شرکتونو، تصدیو، عامه سکټورونو او مرکزي بانکونو منفي اغېز وکړي. د دغه وزارت معلومات ښیي چې اوس مهال هم په هېواد کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې ۲۰ سلنه لوړې شوې دي چې دا د فقر کچه اووه سلنه ډېروي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.