The news is by your side.

کندهار کې ٤٠ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېب پاڼه/ کندهار کې د اورکم اوونۍ وروسته لومړنيو کمانډويي عملیاتو په ترڅ کې څلوېښت تنه وسله والو مخالفیونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه عملیات چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې تر سره شوي دي پر مهال یې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

چارواکي وايي، یاد عملیات یې د طالب وسله والو د هغو پلانونو د شنډولو په موخه تر سره کړي، چې د یو شمېر ولسوالیو د سقوط په موخه یې جوړ کړي.

د کندهار میوند ولسوالۍ چې له هلمند ولایت سره ګډه پوله لري، طالب وسله وال توانېدلي، چې په کې لوی مرکزونه جوړ کړي.

پوځي چارواکي وايي، طالب وسله والو پلان درلود چې د یادو مرکزونو په مټ د میوند ولسوالۍ په ګډون یو شمېر نورو ولسوالیو باندې لوی بریدونه وکړي.

سوېل کې د کمانډو ځواکونو ویاند تورن هدایت الله نعیمي وايي، د وسله والو د یادو پلانونو د مخنيوي په موخه یې د یادې ولسوالۍ اړوند د جګړوم، جرخشک او شلغمي سیمو کې د قیام په نوم کمانډويي عملیات تر سره کړي.

هغه وايي، د یادو عملیاتو پر مهال یې ۲۱ وسله وال وژلي او ۱۹ نور یې ټپيان کړي دي.

هغه سرتېري چې یادو عملیاتو کې یې ونډه لرله، د وسله والو د سختې ماتې خبره کوي.

دوی وايي، د یادو عملیاتو پر مهال یې ګڼې سيمې د طالب وسله والو له ولکې خلاصې کړي دي.

تر دې وړاندې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان هم د دغه ولایت په یو شمېر سيمو کې له وسله والو سره د جګړې پر وړاندې چمتوالی ښودلی و.

هغه ویلي وو، بهرنیو ځواکونو هم د هوايي مرستې ژمنه کړې، چې د اړتیا پر مهال به د مرستې غوښتنه ترې وشي.

بل خوا بیا د بدخشان والي ذکریا سودا وايي چې په دغه ولایت کې وروستیو نښتو کې، طالب ډله له ځینو بهرنیو جنګیالیو سره د افغان دولتي ځواکونو په وړاندې جنګېدلې ده.

سودا وايي چې د بدخشان په ولسوالیو کې د جګړې مشري د بهرنیو جنګیالیو په لاس کې ده او په وروستیو جګړو کې د چین له اویغوریانو، د ازبیکستان او تاجکستان اسلامي خوځښتونو جنګیالیي پېژندل شوي دي.

د بدخشان والي ذکریا سودا رسنیو ته وویل د جګړې لپاره طالبانو ته ډېره انګېزه ورکوي او په خپله د جګړې په لومړیو کرښو کې جنګېږي او موږ د جګړو په کرښو کې د هغوی د پاتې شویو مړو شاهد یو.

د بدخشان د ځايي چارواکو په وینا، د دولت وسله وال مخالفین دم ګړۍ د دغه ولایت په یمګان، وردوج او بهارک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.