The news is by your side.

روسیه، سیاسي ناندریو د افغانستان جګړه غځولې

خبریال وېب پاڼه/د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان روان سیاسي حالت د ژورې اندېښنې وړ بللی دی.

روسیه وایي د افغان مشرانو تر منځ سیاسي ستونزو له جګړې سربېره د دغه هېواد د بین الافغاني مذاکراتو پر ځنډني کېدو هم اغېز کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپل تازه بیان کې وایي چې د دغه هېواد او طالبانو د بندیانو د تبادله کولو تر منځ وروستۍ نا همغږي هم د اندېښنې وړ ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره کب میاشت کې ولسمشر غني د دویم ځل ولسمشر کېدو په پار خپله لوړه وکړه، ورسره هم مهاله د پخواني ملي یووالي حکومت اجرایه رییس عبدالله هم د موازي حکومت ناره پورته کړه او په ارګ ته څېرمه سپېدار کې یې د خپلې لوړې مراسم ترسره کړل. دې حالت د افغانستان ټول نړیوال شریکان را وپارول او د هېواد سیاسي خلا یې د اندېښنې وړ وبلله.

که څه هم له تېرو څو اونیو را هیسې د پخواني ولسمشر کرزي په ګډون یو شمېر سیاسي مشران او جهادي سټې د د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د د دغې سیاسي خلا د ډکولو هڅه کوي خو تر دې دمه کوم د پام وړ پرمختګ نه دی رسنیز شوی. تېره ورځ په ارګ کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او په وینا یې ولسمشر غني چمتو نه دی چې د ډاکتر عبدالله ته کوم اجرایوي صلاحیت ومني خو دا مني چې د آساسي قانون په رڼا کې یې د خپل واک برخه کړي.

د روانو سیاسي مخالفتونو لپاره د امریکا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم خپل فشارونه وارد کړل خو د افغان مشرانو تر منځ یې په روانو مخالفتونو کې یې کوم د پام وړ اغېز و نه کړ. امریکا د دواړو مشرانو تر منځ د اختلافاتو د نه حل کېدو په صورت کې د امریکا له خوا د یو ملیارد ډالري مرستې د کمولو ګواښ هم وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزات اعلامیه کې همداراز راغلي چې افغان مشران دې روانو جګړو ته په کتو خپل مخالفتونه پای ته ورسوي او یو همه شمول حکومت دې را منځته کړي. دوی د طالب بندیانو د خوشي کولو او له طالبانو سره په نه همغږۍ هم اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یو خنډ بللی دی.

روسي چارواکي داسې مهال دا غبرګون ښیي چې په تېرو دوو ورځو کې حکومت د طالبانو ۲۰۰ بندیان خووشي کړل خو طالب اورپکي یې یې ردوي او وایي چې دا له دوی سره د شوې هوکړې سره سر نه خوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.