The news is by your side.

امریکا د کرونا ځپلو هېوادونو لومړۍ لیکه کې

خبریال وېب پاڼه/د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا قرباني تر سل زرو واوښته.

د دغه سازمان معلومات ښیي چې په دغو سل زرو قربانیانو کې امریکا د کرونا له امله د زیاتواخته شویو او قربانیاني هېوادونو په کتار کې لومړي مقام ته ورسېده. تر دې مهاله په امریکا کې د کرونا ویروس له امله څه د پاسه ۱۹ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۵۰۰ زرو زیات کسان پکې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

تېره شپه یو ځل بیا د امریکا او په ځانګړې توګه نیویارک لپاره د کرونا له امله مرګونې وه چې یوازې په همدې ایالت کې یې تر ۷۰۰ زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړ. تر امریکا وړاندې ایټالیا د کرونا له امله د زیاتو قربانیانو په کتار کې وه چې څه د پاسه ۱۷ زره قربانیان یې کرل خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امریکا کې له ۱۶ زرو څخه ۱۹ زرو ته د قربانیو شمېره لوړه شوه. دا په امریکا کې په تېرو څو لسیزو کې د تر ټولو بوږنوونکی حالت دی.

په اروپا کې هم د کرونا مرګونې لړۍ روانه ده خو یو شمېر هېوادونه په کې د کموالي راپورونه ورکوي.ي تېره ورځ انګلا مېرکل وویل چې هېواد یې په نسبي توګه د کرونا د مثبتو پېښو د کموالي شاهد دی، تر دې وړاندې په ایټالیا، اسپانیا، برتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پېښو د کموالي رېپوټونه ورکړل شوي وو.

دېخوا ته په آسیایي ځمکه کې بیا له ایران او چین وروسته د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونه او هخوا روسیه کې د کرونا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

دلته په افغانستان کې تر اوسه د کرونا د ۵۲۱ مثبتو پېښو خبر ورکړل شوی دی، چې له ډلې یې ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۳۵ شاوخوا پورې کسان بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي. د روغتیا د وزارت په لارښوونه د کابل په ګډون په یو شمېر ګڼ نفوذه ښارونو کې د ګرځبندیز لړۍ هم جدي شوې ده. تېره ورځ د ننګرهار، کابل او لغمان والیانو هم د دغو ولایتونو تر منځ په موټریزو کاروانونو هم محدودیتونه وضع کړل. تمه ده سر له نن شنبې څخه عملي کړل شي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان له ټولې نړۍ کې د کرونا پر وړاندې د محدودیتونو د غځېدو غوښتونکی دی. دوی وایي چې تر دې دمه د کرونا له امله نړۍ ډېره زیانمنه شوې ده او پر وړاندې یې د درملیزو او وقایوي توکو په په جوړښت کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، نو په کار دی چې د یو څه وخت لپاره نور هم په هېوادونو کې ګرځبندیزونه وغځول شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.