کرونا وایرس او افغانستان کې (۴) ممکنه لويي فاجعې !
خبریال ویب پاڼه – د کرونا وایرس په تړاو باندي پر بیلا بیلو اړخونو بحث شوی دی ؛ خو دې لیکنه کې موږ هڅه کوو چې د دغه وبا هغه اړخونه هم را وسپړو چې لا تر اوسه پټ پاتې دي .
دا چې کرونا یوه نړۍ واله وبا ده نو موږ به د نړۍ په لیدلوري کې د (کووېډ ۱۹) د اثراتو په تړاو لمړی لږ غوندي رڼا واچوو.
کرونا وایرس نړۍ واله ټولنه له دوو لویو فاجعو سره مخ کړې ده
لمړۍ فاجعه : کرونا وایرس هره ورځ زرګونه بېګناه انسانان وژني او د ډېرو پرمختللو هیوادونو روغتیا يي سیستمونه یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي . دا په نړۍ واله کچه یوه فاجعه ده چې مالدار ؛غریب ؛ ځواکمن او بېوسه هیوادونه ټول ورسره مخامخ دي . هغه متل دی چې : « له عالمه سره غم نه غم دی ».
دوهمه فاجعه : کرونا وایرس د نړۍ په لر او بر کې بیا هم مالدار ؛ غریب ؛ ځواکمن او بېوسه هیوادونو پر اقتصاد سخت ګوزار کړی دی . د نړۍ وال سټاک اکسچینج نه نیولې بیا د الوتکو تر لویو کمپنیو او د بازارونو تر وړو هټیو پوري د نړۍ د اقتصاد هر لوری ددغه وایرس له کبله زیانمن شوی دی .
د بې کاري کچه زیاته شوې او پر مخ تللي هیوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته د ژوند کولو لپاره د هغوی د میاشتني معاش مبدل پیسې ورکړي او د خپلو خلکو ژوند او امنیت خوندي کړي .
د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې د دغې ناروغۍ د درملو او واکسین د جوړېدو مقابله هم په زغرده روانه ده . دا کار هم د سترو هیوادونو د اقتصاد لپاره یو ستونزمن پېټی دی .
د نړۍ ستر هیوادونه دې ته هم سخت اندېښمن دي چې د کرونا وایرس د تشخیص او په اساني نه موندل کېږي . Chemical ټیسټ لپاره کارېدونک موادو
کرونا او دافغانستان ممکنه فاجعې !
لمړۍ فاجعه : د کرونا وایرس پراخ ممکنه تلفات
دا برخه له نوري نړۍ سره شریکه ده ؛ افغانستان کې هم کرونا ښايي زیات خلک ووژني ، خو دلته توپیر دادی چې نوره نړۍ کې روغتیا يي سیستمونه تر ډېره بریده د خپلو خلکو د خوندي توب هڅه کوي ،خو افغانستان کې روغتیا يي سیستم تر کرونا وایرس وړاندي فلج او بې وسه دی ؛ نو ښايي د نوري نړۍ په انډول په افغانستان کې دا فاجعه ډېره لویه او پراخه وي .
د کرونا د هم دغې وبا توپیر له نوري نړۍ سره د افغانانو دادی چې نوره نړۍ کې د کرونا وژلي حکومتونه خاورو ته سپاري یا یې سوځوي او یا یې په انتهايي خوندي کمپنیو ښخوي ؛ خو افغانستان کې برعکس دا کار ولس او خلک کوي چې د کرونا وبا به لانوره ځواکمنه کړي او دا وبا به په یوه پراخه فاجعه بدله شي.
هم داراز په افغانستان کې روان کرونا يي حالت ښايي ځکه په لویه او ملي فاجعه واوړي چې له یوه لوري ځیني وګړي چې ښايي نه پو هېږي کرونا وایرس جدي نه ګڼي او له بله اړخه حکومت له کرونا سره سیاسي چلند کوي. د بېلګي په توګه په افغانستان کې د کرونا د ناروغانو دقیق شمېر نه ښيي .
په نوره نړۍ کې روغتیا وزارت د کرونا په تړاو دقیق ارقام خپروي یا یې حکومت ته ورکوي چې هغوی یې خپاره کړي ؛ خو په افغانستان کې د ولسمشر ماڼۍ په ارقامو کې کمی راولي . دوی بهانه دا کوي چې خلک به وه وېریږي؛ خو په اصل کې دا کار د افغانستان حکومت اعتبار د نړۍ والي ټولنې او د روغتیا د نړۍ وال سازمان په وړاندي را ټیټوي.
په نړۍ واله کچه د کرونا وایرس له وبا سره د نړۍ والو په څېر سفر به کار دی .ارقام باید پټ نه کړل شي او مخامخ د نورو هیوادونو په څېر ولسمشر غني یا د هغه مرستیالان او یا هم د روغتیا وزیر او نور لوړرتبه چارواکي باید ولس ته هره ورځ مستقیم پر یوه ټاکلي وخت وږغېږي او معلومات ورکړي .دا کار به ناسم ارقام خپرول او د شک تېوریاني له منځه یوسي.
دا کار که د ویډیو يي خبري کانفرانس له لاري وشي خو ډېره ښه خبره ده ؛ که ممکنه نه وي بیا دي دافغانستان له ملي تلویزون نه وشي خو تر دغه رسمياعلان وړاندي دي ارقام نه اعلانېږي .
دوهمه فاجعه : دافغانستان پر اقتصاد یې اثر
دا برخه هم د نړۍ سره تړاو لري او کرونا وایرس پر افغانستان یو سخت اقتصادي ګوزار دی ؛ خو د نوري نړۍ او افغانستان فرق دادی چې د اقتصاد له پلوه د نړۍ ځواکمن هیوادونه اعتبار لري؛ له خپلي خزانې پرته پور هم اخیستلای شياو لا له وړاندي یې داسي تګلاري جوړکړې یا جوړه وي چې بېرته خپل اقتصادونه ورغوي ؛خو له بده مرغه د افغانستان اقتصاد تر ډېره بریده یا د نړۍ پر مرستو ولاړ دی او یا هم پر یوه اندازه پورونو؛ نو په دې برخه کې هم موږ تر نوره نړۍ زیات له اقتصادي فاجعې سره مخامخ کېدلای شو .
اوس پوښتنه داده چې د نړۍ نور غریب هیوادونه او افغانستان څه توپیر لري ؟
ځواب دادی چې د نړۍ په اکثره غریبو هیوادونو کې که غربت شته جګړه نشته ؛ که غربت شته د حکومتي چارواکو د فساد کچه یې دومره لوړه نه ده ، نو په دې انډول موږ د نړۍ تر غریبو هیوادونو هم زیات ځپل کېږو .
دافغانستان موجوده اقتصادي حالت باید د نړۍ له مالدارو او په ځانګړي ډول دافغانستان سره د مرسته کونکو هیوادونو او د پیسو د نړۍ وال صندوق له چارواکو سره شریک کړل شي. له هغوی نه بیا بیا د مرستي غوښتنه وشي ؛ خو د شویو مرستو شفافیت باید تضمین کړل شي څو مرسته کونکي نورو مرستو ته زړه ښه کړي.
دریمه فاجعه : په افغانستان کې له لوږي مرګ
کرونا وایرس افغانان له یوه بل داسي ناورین سره مخامخ کولای شي چې ښايي بېلګه یې په نړۍ کې ونه موندل شي . هغه ناورین یا فاجعه به له لوږي د ډېری افغانانو مړینه وي .
په نړۍ کې ډېر لږ داسي هیوادونه شته چې د مالدارو او غریبو ترمنځ یې لوی واټن موجود وي ؛ یا په بله معنا که چېرته ژور وکتل شي داسي لږ هیوادونه شته چې منځنی اقتصاد لرونکي وګړي یې دومره لږ وي لکه افغانستان .
په افغانستان کې د څلور لویو ښارونو او پلازمېني کابل پرته د نورو ټولو ولایتونو د وګړو لوی شمېر د غربت ترکچه لاندي ژوند کوي ؛ خو ځیني ورکيانتهايي ډېر مالدار دي .
نو د کرونا وایرس په زیاته اندازه خپرېدو سره به د غربت کچه لا نوره لوړه شي او ښايي په ځینو ولایتونو او لیري پرتو سیمو کې لوږه د کرونا وایرس په اندازه یا په لږ کمبوت پراخ ناورین یا فاجعه رامنځ ته کړي .
په حکومتي کچه باید دا ډاډ بیا بیا تکرار شي چې خواړه نه کمېږي ؛ خو یوازي ډاډ بسنه نه کوی ؛ په هره سیمه او ولایت کې باید د غریبو وګړو لیستونه جوړ او د هغوی لپاره د ژوندي پاتې کېدلو امکانات « چې څومره د حکومت په توان وي» برابر کړي .
د ټولنې مالدار او هغه فاسد چارواکي چې ډېري پیسې یې د فساد په مټ تر لاسه کړې دي باید وهڅول شي چې د ولس ملاتړ وکړي؛ د بیلګي په توګه هر مالدار ته د هغه د توان او اقتصاد سره برابر (۱۰ ) یا (۲۰) یا هم پنځوس او سل کورنۍ وروټاکل شي چې هغوی ته مرستي ورسوي.
په هم دې لړ کې هغه فیسبوکي ګروپونه چې د اداره امور ؛ امنیت شورا ؛ دفاع وزارت ؛ مليامنیت ؛ کورنیو چارو وزارت ؛ ولسمشر ماڼۍ او ځینو زورواکو د سیاسي فعالیت یا د خلکو په خبره د ځان دصفت لپاره جوړ کړي باید د مالدارو د هڅونې لپاره وکارول شي.
مدني فعالان او هغه کسان چې بهرنړۍ ته لاس رسی لري باد په خپل مټ ځیني اشخاص د ډونرانو په ډول ومومياو یوه ؛ دوې یا درې کورنۍ د دغې وبا تر پایه ور وسپاري چې لاس نیوی یې وشي .
څلورمه فاجعه : کورنۍ (جنايي) جګړه
د نوري نړۍ برخلاف کرونا وایرس په افغانستان کې د یوې بلي خطرناکې کورنۍ جګړې وېره پېدا کړې ده ؛ البته دا جګړه به (کریمینلز وار) یا جنايي جګړه وي . دا جګړه هغه مهال شونې ده چې د خوراکي توکو بيي لا نوري لوړي شي ؛ وګړي له لوږي ، فقر او کرونا وایرس له تلفاتو سره مخامخ شي.
دې جګړه کې به خدای مکړه لمړی په ښارونو کې پر هټیو او د خوراکي توکو او درملو پر ګودامونو خلک ډله ایز بریدونه وکړي، او په دوهم پړاو کې به یې ولس د یوه اوبل له کوره په زوره د شته خوراکي توکو د وړلو هڅه وکړي. که طالبان اوربند وکړي او له حکومت سره په شریکه ددې حالت د مخنیوي هڅه وکړي؛ ښايي تر یوه بریده دا حالت کنټرول شي؛ خو که امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت پاتې شي نو بیا دا ډول حالت راتلل ډېر ممکن دی .
که خدای مکړه د کرونا وبا د افغانستان د جګړې او سولي په څېر ښه مدریت نشوه ؛نو بیا دا ډول حالت ممکن دی .
دغسي حالت کې به انارشي رامنځ ته کېږي او د ګېډي مړولو جګړه به وي ؛ داسيحالت نه د طالبانو لپاره د کنټرول وړ دی او نه هم د افغانستان د حکومت یا نړۍ والي ټولنې لپاره. .
که د کرونا وایرس په تړاو هیواد له ورته حالته ژغورل غواړو نو لمړی باید د وبا سره د هیواد هر وګړی په اخلاص مقابله وکړي . د بلګي په توګه هر حکومتي چارواکی دي په مرستو کې له فساده ډډه وکړياو د فساد مخنیوی دي په اخلاص وکړي .
دافغانستان هر وګړی دی د نړۍ د مهذبو ولسونو په څېر له کرونا وایرس سره د نړۍ په څېر واټن ونیسي؛ له ضرورت پرته دي له کورنه نه راوزي ؛ مېلمستیا وي او بانډارونه دي نه کوي ، د خپل خپلوانو کورونو ته دي نه ځي؛ خو که د تګ ضرورت وي اوله ورتګ پرته دا کار ناشونی وي نو بیا دي ټولنیز واټن مراعات کړي ؛ له هره بل انسانه باید دوه متره لیري وه اوسياو خپله خوله په تیمبوزک یا ماسک پټه کړي او که د ماسک اسانتیا نه وي نو د افغانانو پګړۍ تر ټولو ښه وسيله کېدىشي خو په دې شرط چې لږ تر لږه هره ورځ په صابون ومينځل شي.
لاسونه دي یوبل ته نه ورکوي او او مخته تر لاس وړلو وړاندي باید لاس په صابون ومینځل شي.
په دغه صورت کې موږ بیا بریالي کېدای شو کنه د کرونا ممکنه وبا ښايي بره څلور لويي فاجعې رامنځ ته کړي .
لیکوال : د خبریال ویب پاڼې مشر میرویس افغان/ ۱۱اپریل ۲۰۲۰ لندن بریتانیا
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.