The news is by your side.

د اسلم فاروقي د غوښتنې په تړاو د افغان حکومت غبرګون

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان له لوري د اسلم فاروقي د غوښتنې په غبرګون کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تازه اعلامیه خپره کړې.

افغان حکومت د پاکستان هغه یاداښت تر لاسه کړی، چې یې په کې له افغان حکومت دوی ته د داعش ډلې مشر اسلم فاروقي د تسلیمولو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې له افغان حکومت یې د ترهګر اسلم فاروق د ور سپارلو لپاره کړې وه، وایي، د داعش یا خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي سره به د افغانستان د نافذه قوانینو پر اساس چلند وشي.

اسلم فاروقي په افغانستان ګې د بشر ضد ګڼ جنایت او خونړي بریدونه ترسره کړي دي او د هبو عملیاتو او بریدونو د رهبرۍ تور دی پرې چې په کې ګڼ بې ګناه افغانان او افغان سرتیري شهیدان شوي.

افغان حکومت د ترهګرو ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي، له ټولو ترهګرو سره ورته قانوني چلند کوي او د ترهګرۍ ضد مبارزې هر ډول تعهداتو ته ژمن دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې وړاندې زیاته کړې، دا چې د افغان او پاکستان حکومت ترمنځ د مجرمینو او تورنو کسانو د استرداد کوم تړون نشته، نو د اسلم فاروقي سره به د افغانستان د قوانینو پر اساس چلند کیږي.

اعلامیه کې د برهنیو چارو وزارت ویلي، دواړه هېوادونه کولی شي، چې د افغانستان او پاکستان(APAPPS) یا د سولې او سوکالۍ د ګډ عمل په چوکاټ کې د اطلاعاتو د تبادلې په برخه کې ګډې هڅې وکړي، څو د ترهګرۍ سره د مبارز برخه کې مرسته وکړای شي.

د داعش یا خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي څو ورځې وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له لوري له نولس تنو سره ونیول شو.

اوس به د افغانستان حکومت د افغانستان د قوانینو سره سم د ترهګر فاروقي محاکمه کوي.

بل لور د بشر حقونو د څار بنسټ له افغان حکومت غوښتي، چې دا ښه موقع ده او ترهګر اسلم فاروقي دې د نړیوالو بشري حقونو د معیارونو له مخې محاکمه کړي.

د ملي امنیت ځواکونو له لوري د داعش ډلې مشر عبدالله اورکزي مشهور پر اسلم فاروقي، له نیول کېدو ورسته پاکستان له افغان حکومت غوښتي چې نوموړی دې دوی ته ور وسپاري.

یو شمېر شننونکي وایي، پاکستان غواړي په دې سره نړیوالو ته وښیي، چې ګواکې دا هېواد هم د افغانستان په څېر داعش ډلې له فعالیتونو متضرره دی.

شننونکي غوښتنه کوي، چې حکومت دې له ترهګر اسلم فاروقي څخه استخباراتي اظهارات هم واخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance