کونړ، خوست او کاپیسا ولایتونو د بیا رغونې پروژې پلې شوې
خبریال وېب پاڼه/ د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي، د خوست په باک ولسوالۍ کې ۱۲۰ متره پُل چې چارې یې بشپړې شوي، ژر به د ولسونو د ګټې اخیستنې لپاره پرانیستل شي.
په دې پُل نیږدې ۶۵ مېلیونه افغانۍ لګښت وشو، چې ورسره به د ولسونو ډېرې ستونزې حل او خپلو ورځنیو چارو ته به په وخت ورسیږي.
دغه پُل د خوست باک، علیشېرو او تریزیو، ځاځي میدان او خوست ته د پکتیا ځینو ولسوالیو خلکو د تګ راتګ ستونزې به هم حل کړې.
د قاضي کانال د بيارغونې چارې پاى ته ورسيدې، قاضي کانال چې د نيمروز ولايت دکنګ په ولسوالۍ کې موقعيت لري، د اوبو مديريت، کرنيزو ځمکو زياتوالي، د دندو موندلو او چاپيريال ساتنې د ښه والي په موخه د کار چارې پيل شوې وې په بریالیتوب سره سرته ورسېدې.
بل خوا بیا د خاص کونړ ولسوالۍ د برکانال د سربند د چارو ارزونه وشوه.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي په خاص کونړ ولسوالۍ کې د دغه ۲۲ کیلومتره کانال سربند پروژه چې د اوبو او برېښنا وزارت په اډانه کې د نړیوال بانک د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په مرسته یې چارې بشپړې شوي، دا به نه یوازې دا چې د یادې ولسوالۍ ۱۲۰۰ هکتاره ځمکه خړوب کړي بلکې د دې ترڅنګ به د حکیم اباد پل تحکیمات لا پیاوړي او زرګونه جرېبه ځمکه به د سیند له ضرر وژغورل شي.
د والي په لارښوونې سره سم د تخنیکي ډلې له لوري د یادې پروژې چارې و ارزول شوې او د بهبود په برخه کې مسؤولو انجنیرانو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
مخکې له دې په کاپیسا کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸۰ متره پل چارې بشپړې شوې، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په نوله شکسته کلي کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۰ متره پل جوړ شو او ورسره پر ۱.۹۵ کیلو متره سړک باندې کریړ هم واچول شو.
د دې پل په جوړېدو سره د کاپیسا او د پروان ولایت د جبل السراج او سید خېلو ولسوالیو تر منځ واټن لنډ شو، سربېره پر دې به دا پل او سړک د زرګونو کلیوالو وګړو د اقتصادي پرمختګ په برخه کې هم ګټور وي.
د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې، د پروژو د انسجام رياست د مسؤولینو پر وينا د دغه کانال د بېارغونې چارې چې د ۲۰۱۸کال د اګست په مياشت کې پيل شوې د ۲۰١٩ کال د ډيسمبر په مياشت کې پاى ته ورسيدې.
ياد کانال تر بيارغونې مخکې۴۵۲ هکټاره ځمکه خړوبولې او تر رغولو وروسته ۹۱۳ هکټاره ځمکه خړوبوي.
همدارنګه په دغه پروژه کې په تخميني ډول تر ۱۱۳ زیات کسان کار کوي چې د ځايي اوسيدونکو د اقتصاد د پياوړتيا لپاره يې ښه زمينه برابره کړې. دغه کانال ۱۵.۹ کيلو متره اوږدوالى لري. چې۱۲۹۰ کورنې ترې ګټه پورته کوي.
د یادولو وړه ده چې ياده پروژه د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې د پروژو د انسجام رياست له لوري د (IRDP) پروژې لخوا پلى شوې وه چې په بریالیتوب سره سرته ورسېده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.