The news is by your side.

امرالله صالح مې د پلار قاتل دی

خبريال ویبپاڼه- په هېواد کې د جګړې او تاوتريخوالي نوې بڼه اوس هدفي وژنې دي، دا هدفي وژنې ډېر کله د چسپکي ماينونو په واسطه ترسره کېږي.

له کله نه چې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي په کابل او ولایتونو کې ډیری مهمو کسانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړي دی، تازه په کابل ولايت کې دا ځل د يوه خبريال پلار د همداسې يوې پېښې قرباني شو.

د ازرو تلويزیون خبريال خالد بارکزی هم په دې مورد کې د حکومت څخه سرټکوي، دوه اونۍ وړاندې دده پلار چې ټکسي يې چلوله په يوه چسپکي ماين کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

بارکزی وایي د خپل بې ګناه پلار د وژلو اړوند غواړي د امنیتي ځواکونو څخه مالومات واخلي خو د ټولو هڅو سره سره حکومت ورسره هېڅ ډول همکاري نه کوي.

خالد بارکزی زياتوي چې د حکومت له لوري ورسره همکاري نکوي ورته ځورونکي دي، دده په خبره چې دی صرف غواړي په دې پوه شي چې يو بې ګناه او غريب کاره پلار یې چا د څه لپاره په قتل ورساوه.

دغه خبريال ګواښ کوي چې که حکومت په ځانګړي ډول امرالله صالح چې د کابل امنیتي چارې په غاړه لري ورسره همکاري ونکړي نو دوی به داسې وګڼي چې پلار یې همدوی وژلی دی، بارکزی وايي ترڅو مې چې د پلار قاتل نه وي پیدا شوی تر هغه زموژ لپاره د خپل پلار قاتل امرالله صالح دی.

دا لومړی افغان نه دی چې د حکومتي چارواکو د نه همکارۍ څخه سر ټکوي، د جګړې او وژنو قرباني ډېری افغانان د حکومت د نه همکارۍ څخه خوابدي دي.

څه موده وړاندې خبريال يما سياوش د يوه چسپکي ماين په واسطه له منځه يوړل سو، د مياشتو په تېرېدو سره یې حکومت پلار ته هیڅ ډول مالومات نه دي ورکړي، پلار یی په رسنيو کې په ژړغوني غږ د حکومت څخه شکایت کوي چې حکومت ورسره هېڅ ډول همکاري نه کوي.

د يما سياوش کورنۍ د حکومت څخه غواړي چې په يما سياوش د چادونې يوه ورځ وړاندې د افغانستان بانک د پارېکنګ د کامرو له لوري ثبت شوې ویډیو ورکړي خو حکومت ورسره هېڅ ډول همکاري نه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance