casino siteleri canlı casino siteleri
The news is by your side.

کرونا: ۱۱۳ میلیونه کسان نیولي دوه نیم میلیونه يې وژلي

خبریال ویبپاڼه/ د کرونا وبا لاهم په نړیواله کچه یو لوی ګواښ ګڼل کیږي لاهم په ډیری هېوادونو کې دا ناروغي هره ورځ د سلګونو انسانانو ژوند اخلي او د زرګونو نورو ژوند ګواښي خو لاهم څوک نه دي توانیدلي چې درمل جوړ کړي او پر وړاندې يې مبارزه وکړي.

 د تاره مالوماتو پر اساتراوسه پور کرونا ۱۱۳ میلیونه او یولک څخه زیات کسان مبتلا کړي او دونیم میلیونه اته زره څخه زیات کسان یې وژلي دي او هره شېبه لاهم د دې امکان سته چې دا شمېره نور هم لوړه سي.

د ۱۳ میلیونه کسانو له جملې څخه تراوسه پوري ۸۸ میلیونه څخه زیات کسان جوړ سوي او خپلو کورون ته تللي دي تراوسه پوري روغتیا پالان لاهم خلکو ته د ښې پاملرنې او روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره خبره کوي.

هغه هېوادونه چې کرونا د نورو په پرتله زیات ځپلې؟

د دې لیست په سرکې امریکا راځي چې تراوسه يې په دې هېواد کې ۲۸ میلیونه امریکایان پهکرونا ناروغي باندې اخته سوي او له جملې څخه یې تر نیم میلیون زیات کسان وژلي او ۱۹ میلیونه بیرته ترې رغیدلي دي

په دویم ځای کې هند راځي په دې هېواد کې هم کرونا خورا خطرناک حالت ته رسیدلې او د دولت يې د کنټرول لپاره کار کوي په هند کې تراوسه تر ۱۱ میلیونه زیات کسان په دې ناروغي اخته سوي چې له ډلې څخه يې تراوسه تر ۱۵۶ زره زیات کسان وژل سوي او تر لس میلیونه زیات رغیدلي دي.

په دریم مقام کې هم برازیل دی دا هېوا هم کرونا سخت ځپلی  او  هره شېبه پکښي د کرونا ګواښ په زیاتیدو دی د دې هېواد تر لس میلیونه زیات وګړي په کرونا اخته سوي چې تراوسه پوري يې دوه نیم لکه کسان وژلي  او ۹ میلیونه څخه یې زیات بیرته ترې رغیدلي دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.