The news is by your side.

سيد اکبر آغا هم د ملا مجيب په وړاندې خپل دریځ اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه- تېره اونۍ د افغانستان د رسنيو فضا د خلکو له غوسې هراتی ملا مجيب الرحمن ته ډکه وه، چې تراوسه پورې دا غوسه نه ده ارامه شوې، اوس په دې حال کې پخواني طالب چارواکي سيد اکبر آغا په حکومت غږ کړی دی چې د ملا مجيب الرحمن خبرې دې د نصيحت په ډول ومني.

سيد اکبر آغا وايي چې حکومت دې خپلې بې حده اوږدې شوې بدۍ اصلاح کړي، د ملا مجيب خبرې دې د بيان د ازادۍ د يوې برخې په توګه ومني او هغه ته په نیوکو ځواب نه وايي.

اکبر آغا په همدې حال کې په حکومت غږ کړی دی چې په خلکو سره خپل رويه او رفتار ښه او سم کړي دي ويلي؛ حکومت ته په کار ده چې د خکلو سره خپل سلوک ښه کړي.

اکبر آغا د حکومت څخه هيله کړې ده چې د انصاري خبرې دې د مخالفت په شکل نه برادشت کوي بلکې د يو نصيحت په شکل يې دې ومني.

دا پخوانی طالب چارواکی په داسی حال کې د حکومت څخه د ملا مجيب الرحمن په وړاندې د نرمۍ غوښتنه کوي چې هغه د حکومت ترڅنګ په ټول نظام باندې لفظي برید وکړ او د افغانستان دښمنه فتواګانې یې صادر کړې، که څه هم وروسته ملا مجيب الرحمن وويل چې د خبرو څخه يې ناسم برداشت شوي دی، مجيب الرحمن پخپل وضاحت کې وويل چې په نظام د کار کوونکو په هکله ده څه نه دي ويلي دده موخه د موجود حکومت په ملاتړو وه.

خو په هېواد کې د چارو شننونکي وايي چې مجيب الرحمن تر نیوکې هخوا روان دی، هغه يوازې دا ځل د نظام او یا هم د حکومت په وړاندې یوازې نیوکه نه ده کړې بلکې تر دې وړاندې هغه په هرات ولايت کې قانون په لاس کې اخیستی و او له ځانه یې د دين په نامه قوانین جوړ کړي و خلک یې د هغه په بنسټ مجرم او يا هم معصوم بلل او ځینې خلک به يې شکنجه کول‌.

د شنونکو په خبره مجيب الرحمن د هېواد ملي امنیت ته یو ګواښ دی، په دې هېواد کې ډېر خلک په حکومت نیوکې کوي خو مجيب الرحمن د نيوکو هخوا په حکومت کې دننه خپل حکومت کول غواړي ‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance