The news is by your side.

د شهید شویو پوځیانو کړېدلې کورنۍ او د چارواکو عيش عشرت

خبريال ویبپاڼه- نن د کب ۷ مه ده دا ورځ سمه ده د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د ورځې سره، د همدې ورځې په فرصت ګڼلو سره غواړم د امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د شهیدانو او د هغوي د کورنيو اړوند څو مهمې مسلې درسره شریکې کړم.

افغان امنیتي ځواکونه په ډېرو کمو امکاناتو، د ډېر ذليل دښمن په وړاندې د ځينو مفسدو چارواکو تر قومانده لاندې هڅه کوي ددې هېواد او خلکو ساتنه وکړي.

د افغان امینتي ځواکونو لپاره لومړی سر درد د هغوی په سر واکمن ځینې غيرې ملي اشخاص دي د هېواد لپاره خپل سر په داو کړي کس ته به تر دې لا تريخ ژوند څه وي چې د هېواد سره يو نه مينه لرونکی کس ددوی په سر واکمن وي، د ملي امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې په دې وروستيو کې ځینې اصلاحات راغلي دي خو د کافي نه دي.

پکار ده امنيتي سکتور کې ددې وزارتونو رهبریت داسې څېرې ځاي په ځاي کړي چې د هېواد لپاره په واقعي مانا ژمن دي او ټول بود وباش یې په همدې هېواد کې وي.

د بلې خوا د امنیتي ځواکونو سمبال کول دي، له بده مرغه افغان ملت او افغانستان د نړۍ د نمبر يو مفسدو مشرانو په ولکه کې دي، د افغان امینتي ځواکونو د ښه سمبال کولو لپاره په ميلياردونه ډالر راغلل خو ټول همدې مفسدو چارواکو په يو او بل قراداد کې د فساد ښکار شول.

له بده مرغه چې دې جګړې په زرګونه امنیتي ځواکونه د ژوند له حق څخه محروم کړل، خو دوی بيا د شهادت سپېڅلي مقام ته ورسیدل.

د شهیدانو له پاتې اولادونو، مېرمنو او کورنیو سره د حاکم ټيم رويه د تاريخ شرم وه، په دې دوره کې د شهيدو شویو سرتېرو له کورنيو سره د نه منلو کارونه وشول، ددوی سره ممکنه هره جفا وشوله.

د شهیدانو کورنیو ته د شهيد په نامه پيسې ورکول اوس تر بل هر وخت ګران شوي دي، دې پيسو او معاش ته لاسرسی د يوې مغلقې پروسې په واسطه دومره سخت شوی دی چې ډېري کورنۍ ورڅخه بې برخې دي.

په دې هرڅه کې بيا هم مفسدین لاس لري، ان تراوسه پورې هغه فساد روان دی چې د شهیدانو سرتېرو کورنيو ته د هغوی پيسې نه ورکول کېږي خو د همدې شهيدانو په نامه ځینې چارواکي او يا داسې کسان چې د حکومت د ننه یې لاس قوي دی هره مياشت د هغوی تنخوا اخلي.

حکومتي مشرانو ته پکار ده چې د سرتېرو کورنيو سره د تشو وعده په ځای عملي مرستې وکړي، ددوی د کورنيو ژوند جرنټي کړي د پيسو ورکولو پروسه ورته اسانه کړي د نمرو ورکولو پروسه عامه او شفافه کړي، همدا سرتېري و چې دوی د رڼاګانو په مجلس کې دي او هغوي اوس تر نورو خاور لاندې دي.

ليکوال: تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance