The news is by your side.

بایډن د افغانستان په اړه له کومو فشارونوسره مخ دی

خبریال ویبپاڼه/ وړاندې له دې چې بایډن ولسمشر سي شننونکو وړاندوینه کوله چې د امریکا نوی ولسمشر له یو شمېر لویو ننګونو سره مخ وي هغه وسول ویل کیږي چې بایډن د افغانستان په هکله لو شمېر فشارونوسره مخ دی.

په دې هکله د امریکا مشهوره ورځ پاڼې نیویارک ټایمز په خپل یوه مطلب کې ویلي چې  د بایډن اداره پر طالبانو شک لري چې د هوکړي ټولې ژمنې يې نه دي عملي کړې او په خپله برخه ژمن نه دي، په ورته وخت کې کچیري  امریکا له طالبانو سره د تر سوې هوکړې په شا سي د درنو جګړو کولو ویره هم موجوده ده، ځکه نو يې په هکله بایډن باندې فشارونه دي.

په مالوماتو کې  راغلي چې بایډن یوې بادقته پریکړې ته اړتیالري ترڅو  نه امریکا په بله جګړه کې ښکېله کړي او نه هم بیرته افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل سي.

اوس په په امریکا کې دوه ډلې سیاسون یو ډله يې له افغانستانه د ژر ترژره وتلو او بله ډله چې د بايډن کسان دي خپل حضور په افغانستان کې د ځان او ملګرو د امنیت لپاره ښه بولي.

بایډن به څه پریکړه وکړي؟

د امریکا ولسمشر ته سختې پریکړې پر لاره دي کچیري سرتیري له افغانستانه ونه باسي ښايي طالبانو چې جګړې ته چمتوالی هم نیولی جګړې سختې کړي او یاهم کچیري پر هوکړه عمل کوي نو دی خپله پر طالبانو شکمن دی د امریکا په ادعاوو کې راغلي چې طالبان لاهم له بهرنیو وسلوالو سره اړیکي لري او وتاوتریخوالی یې نه دی کمی کړی تراوسه پوري داسې ښکاري چې بایډن به له افغانستانه پر ټاکلې نېټه سرتیري ونه باسي ځکه د ناټو یو شمېر هېوادونو هم دې ته زړه نه دی ښه کړی چې د مي تر میاشتي سرتیري وباسي جرمني هغه هېواد دی چې د خپلو سرتیرو ماموریت یې تر ۲۰۲۲ کال پوري تمدید کړ او په مي کې سرتیري له افغانستانه نه باسي.

کچیري سرتیري و نه ایستل سي نو د دې امکان سته چې په افغانستان کې تراوس هم جګړې زور واخلي  خو ټول هېوادونه په دې هڅه کې دي ترڅو د سولې روانې خبرې بریالۍ کړي د هغې له جملې څخه د پاکستان په هکله ویل سوي  چې نظریه يې مثبته سوې او غواړي چې له دې پروسې سره مرسته کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance