The news is by your side.

لارووف د دوحې د سولې پر بهیر نیوکه وکړه

خبریال ویبپاڼه/ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې د دوحې د سولې پر بهیر نیوکه کړې او وړاندیز یې کړی چې د سولې بل پړاو خبرې  د ي په مسکو کې وسي هغه خپلې دا څرګندونې په یوه کنفرانس کې  کړې دي.

ده د دې خبرو د ښه کیدولو او بریا لپاره مسکو وړاندیز کړی ځمکه و یلي يې دي چې د قطر خبرې تراوسه له بن بست سره مخ دي او د یوې قوي او با مفهومه اجنډا لپاره په جوړولو نه دي توانېدلي، د تیرو څو اونیو را په دېخوا قطر هېواد کې د سولې بین لافغاني خبرې په ټيپه دریدلې وې او یوازي  تیره اونۍ د دواړو لورو ترمنځ یوه غونډه ترسره سوې ده.

خو بل پلو په افغانستان کې روانه جګړه او تاوتریخوالی د دې لامل سوی چې په سیمه کې غبرګونونه او اندېښنې زیاتي کړي د امریکا او یو شمېر هېوادونو ترڅنګ اوس روسیې هم ویلي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات سوی.

نوموړي  په خپلو تازه څرګندونو کې چې د خپل افغان سیال حنیف اتمر سره یې په یوه کنفرارنس کې کړې ویلي دي چې په افغانستان کې ورځ تر بلې تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو اندېښنه ښودلې.

د روسيې اندېښنه هم د جګړې زیاتیدلو ته ده او په دې تلاش کې ده چې باید د سولې خبرو لپاره او د جګړې دریدلو لپاره یو د حل لاره ژر تر ژره و سنجول سي ترڅو تاروتریخوالی کم او د سولې خبرې نتیجه ورکړي.

د سولې خبرې د بریا لپاره د پاکستان لپاره د افغانستان استازي محمد عمر داودزي هم سفر کړی او ویلي يې دي چې د سولې لپاره د پاکستان نیت ښه سوی هغه هیله څرګنده کړې ده چې پاکستان به ګام پر ګام د سولې خبرو د بریا لپاره خپله مثبته همکاري ونه سپموي که څه هم له تیرو دوه کلونو د سولې لپاره هڅې پیل سوې ترڅو په افغانستان کې د جګړې اور کم سي خو د جګړې کمېدلو لپاره هیڅ هم نه دی ترسره سوي او عام افغانان وروستیو جګړو او تاوتریخوالو خورا اندېښمن کړي هرکال د ژمي په وتو لو سره په افغانستان کې د جګړې نوی  فصل پیلیږي چې سږ کال هم د راپورونو پر اساس طالبانو او دولت ورته پوره چمتوالی نیولی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance