مور ته د سرتېرو په ورځ؛ شهید زامن ډالۍ!
خبریال وېب پاڼه/ نن د کب 9مه د افغان ویاړلو سرتېرو ورځ. خو دا ورځ به په ډېرو میندو او کورنیو داسې مهال راځي چې همدې ورځې ته په نږدې وخت کې، څو ورځې وړاندې، پرون یا نن خپل زوی یا زامن به یې په شهادت رسېدلې وي. نن به زیاتو افغان میندو ته د سرتېرو په ورځ شهید زامن یې ډالۍ شوي وي.
څو ورځې وړاندې زموږ په کلي د یوې مور کومانډویي سرتېری زوی په شهادت ورسېد چې پېغله کوژدن ترې هم پاتې شو او ورپسې په لسمه ورځ یې بل سرتېری زوی ورته شهید راووړ. چې دا دواړه د کورنۍ یوازني سرپرستان وو، دا د هغې مور لپاره د سرتېرو د ورځې ډالۍ وه. خو شهیدو سرتېرو تر خپل شا یو په زړه او ملا ماته مور او خور پرېښوده. هغې مور ته به کور داسې شوی وي لکه څراغونه یې چې مات وي یا یې د کوټې ستنې را پرېوتې وي. ایا په دې ورځ د هغې مور درد څوک احساسولی شي؟
هر کال د سرتېرو په ورځو موږ ژوندي سرتېري نازوو ستایو یې خو د شهیدو سرتېرو کورني په دې ورځ بیخي له پامه غورځول شوي دي.
د سرتېرو په ورځ به د ډېرو میندو او کورنیو د شهیدانو غم او زخم هم تازه کیږي چې د سرتېرو په لیکو کې شهیدان شوي.
موږ وینو چې زیات هېواد وال مو د سرتېرو پوستو او قرارګاوو ته ورځي ګلان ور وړي، په غاړه کې یې ور اچوي او عکسونه ورسره اخلي خو د شهیدو سرتېرو بې نوا او بې کسه کورنۍ یې دومره هېرې وې ته به وا چې دوی د پوځ لیکو کې هېڅ زامن نه درلودل او نه شهیدان شوي دي.
هر هېواد وال چې وس لري د دې سره سره چې ژوندیو سرتېرو ته ګلان ور وړي او نازوي یې د شهیدو سرتېرو کورنیو ته دې هم سر ور ښکاره کړي او ودې ګوري چې هغوی څومره په تنګ لاسۍ کې ژوند کوي. د هغې کورنۍ سره دې مرسته وکړي همدا مرسته شهید سرتېري ته د سرتېري د ورځې ډالۍ یې ده.
نو لطفاً د سرتېرو په ورځ د شهیدو سرتېرو کورنۍ له پامه مه غورځوﺉ او د خپل وس تر کچې ورسره مرسته وکړﺉ همدا به ورته د سرتېرو د ورځې ډالۍ وي.
عزیزي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.