The news is by your side.

ملا انصاري شاتګ وکړ

خبريال وېبپاڼه- د حج او اوقافو وزارت وايي چې ملا مجيب الرحمن انصاري چې څو ورځې وړاندې یې د نظام خلاف خلک راپارولي و او د نظام سره همکاري یې کبیره ګناه بللې وه نه دی حاضر شوی چې د هرات له علماوو سره په دې څرګندونو علمي مناضره وکړي.

ملا مجيب الرحمن انصاری چې په هرات کې یې سختې افراط ګرايی ته مټې رانغښتې دي تېره ورځ یو ځل بيا خلکو ته وويل چې د حکومت په وړاندې عملي قدم اوچتول روا دي، ده په رسمی ډول خلک د حکومت په خلاف پاڅون ته وهڅول.

ملا مجيب الرحمن انصاري د دين له ادرسه څرګندونې کوي خلک پاروي خو بيا د همدې څرګندونو د سپيناوي لپاره هېڅ ډول علمي مناظرې ته نه تيارېږي، خپلې خبرې وکړي او بېرته پخپله درګاه باندې ننوزي.

د هرات والي څو ورځې وړاندې د انصاري د څرګندونو په غبرګون کې وويل چې حکومت به نور د انصاري په وړاندې د خوشتن داری څخه کار وانخلي، د بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت وياند هم په دې اړوند د تحقیقاتو د پيل کولو خبره وکړه خو ددې ټولو خبرو وروسته انصاري سبا ورځ یانې تېره ورځ بيا د جمعی په خطبه کې خلک د حکومت په ضد بغاوت او پاڅون ته راوبلل.

ملا انصاري تر دې وړاندې په هرات ولايت کې ځانته اداره جوړه کړې وه ده د امر باالمروف او نهی عن المنکر په نامه اداره جوړه کړې وه چې ادعا یې کوله له دې لارې غواړي په هرات کې ولایت کې په خلکو باندې شرعيت تطبيق کړي، انصاري همدارنګه ويلی و چې نن يې په هرات کې پيل کړ ورو ورو به یې په ټول افغانستان کې پيل کړي.

د افغانستان حکومت تراوسه پورې د ملا انصاري په وړاندې هېڅ ډول اقدام نه دی کړی، شننوکي وايي چې انصاري ته پکار وه چې د حکومت څخه ګيله وکړي، نیوکه وکړي او اصلاحات وغواړي په دې لاره کې د خپلو ټولو اسلامي، انساني او مدني قوانینو څخه ګټه واخلي خو دا نه وه ورته پکار چې دی د بغاوت لاره وټاکي.

د شنونکو په خبره چې د انصاري له خبرو ښکاري چې هغه یوازې نه دی او نه هم دا خبرې يوازې د هغه خبرې دي بلکې انصاري د پولې هاخوا د نورو ملاتړ لري او په سيستماتيک ډول غواړي د افغانستان د حکومت او افغانستان خلاف ځينې ناوړه پروژې عملي کړي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance