The news is by your side.

میلیا څه ډول ناروغۍ ده؟

خبریال ویبپاڼه: میلیا عبارت ده له کوچني پروتيني سیسټونو څخه  دي، چي د پوستکي لاندي د کوچنيو سپین رنګه دانو په څېر پر مخ باندي لیدل کیږي.په دې لیکنه کې د میلیا په ډولونو،درملنې او مخنیوي غږېدلي یو چې په لاندې ډول پرې بحث شوی ده:

ملیا پر دوه ډوله ده : ۱- ابتدایي میلیا( چي بېله کوم علته زمونږ پر پوستکي راپیداکیږي. چې دا ډول میلیا د ماشومتوب او ځوانۍ په دوره کې د سترګو پر شاوخوا برخو زیات وی.

۲- ثانوي میلیاـ دا ډول میلیا هغه میلیا ده، چې په بدن کې  وروسته د زخم د جوړېدو څخه رامنځته کېږي. پر بدن هغه زخمونه چي د سوځېدو، تڼاکو، د لمر سوځېدنې او سترویدي کریمونو په دوامداره سره ګټه اخیستنې سره لکه: بتامیازون، کلوبتازول، نوتریتون او داسي نور… رامنځته کېږي.

ددې دانو ابتدایي شکل په هر عمر کي لیدل کيږي خو د ماشومتوب او ځوانۍ په دوران کي زیات لیدل کیږي. په ځوانۍ کي دا دانې کوچنۍ، سپین یا ژړ رنګه د ګنبدي په شکل سره وي چي ډیری یې د سترګو پر شاوخوا لیدل کیږي. معمولآ بېله درد او خارش څخه وي یواځنۍ ستونزه د ښایست ده چي پر مخ باندي دا دانې ښه نه معلومیږي

په لومړیو کي د ډول دانو شمېر لږ وي چي ورو ورو یې شمیر زیاتیږي. دا ډول دانې په لومړیو کي کوچنۍ وي او د وخت په تیریدو سره غټیږي. د وخت په تیریدو سره دا دانې ورکیږي خو کله کله بیا دا دانې تر ډېره دوام کوي، چې مونږ کله په هینداره کې خپل ځان ګوري نو په روحي لحاظ پرې بده اغېزه کوي، او داسې ګمان کوي چې زما په ښکلا کې ډېر بدلون راوستی.

په ماشومتوب کي دا دانې ډیری پر زنه او پزه باندي ډېر لیدل کیږي چي د وخت په تیریدو سره خپله له منځه ځي. د میلیا ثانوي شکل د بدن د پوستکي پر هره برخه کیدای شي منځ ته راسي. دا دانې ډیری وخت غټي وي او د لاسونو پر شاه باندي ډیري راخېژي، چې ډېری خلک چې په دې ناروغۍ نه پوهېږي، نو داسې ګمان کموي، دا نااروغۍ به ډېره خطرناکه ناروغۍ وي. خو د اندېښنې وړ خبره نه لري.

د ميلیا درملنه په څه ډول کېږي؟

۱ـ لومړی د دوا استعمال سره چي د کریم په بڼه ا،و په بیلابیل غلظت سره د ډاکټر د مشورې سره سم ګټه اخیستل کېږي.

۲ـ . د دې دانو د درملني دوهمه لار ایکسیژن یا ایستل دي، چي دا دانې د پوستکي څخه د ډاکټر لخوا د لیزر په واسطه لری کیږي.

د میلیا مخنیوی لارې چارې څه دي؟

د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره کومه ځانګړې لارې چارې نشته.خو خپل بدن د لمر سوځېدنې، ټناکو او محیطي ظربو څخه وژغورو نو دا به د دې لامل شي، چې مونږ بېلابېل کریمونه هم استعمال نه کړو. چې په دې سره به د دې ناروغۍ څخه هم وژغورل شو، ځکه دا کوچنۍ دانې په مستقیمه توګه له همدې کریمونو سره تړاو لري.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.