The news is by your side.

امریکا مخامخ محمد بن سلمان د خاشقجي‌قاتل اعلان کړ

خبریال وېبپاڼهد امریکا متحده ایالاتو د سعودي پادشاه محمد بن سلمان د وژل شوي ژورنالیست خاشق جي په مړینه پړ وباله. د امریکا متحده ایالاتو انټلجنس ادارو تازه یو راپور خپور کړ چې په هغه کې د خاشق جي د قتل امر ورکونکی محمد بن سلمان بللی دی.

تېر کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې ترکیې شل کسان د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژنه تورن کړي‌ وو.

‌ په تورنو کسانو کې د سعودي د استخباراتو پخوانی مرستیال احمد عسیري او د شاهي‌ کورنۍ پخوانی سلاکار سعود القحطاني هم شامل دي.

نور اتلس کسان هم،‌ چې ویل کېږي ټول سعودیان دي، د خبریال خاشقجي په وژنه کې په ښکېلتیا تورن شوي.‌‌

ترکي چارواکو دا تورونه د عیني‌ شاهدانو د بیانونو پر اساس لګولي او هغه ډیجیټل اله یې هم پلټلې چې د وژل کېدو پر مهال د جمال خاشقجي په لاس تړلې وه.

سعودي حکومت د دې وژنې په تور پنځه نامالوم کسان په اعدام محکوم کړي او درې تنه نور یې زنداني‌ کړي هم دي.

د ملګرو ملتونو یوه ځانګړي رپوټ ویلي وو چې جمال خاشقجي په قصدي او ناقانونه توګه وژل شوی و او د سعودي عربستان دولت یې د وژنې مسئول دی.

۵۹ کلن جمال خاشقجي د وژل کېدو پر مهال “واشنګټن پوسټ” ورځپاڼې ته کار کاوه او د سعودي حکومت او چارواکو په اړه یې نیوکې کولې.

اوس چې د امریکا تحده ایالاتو د سعودي پاچا محمد بن سلمان په دې مهمه وژنه تورن او پړ وباله کار پ،هان دا اټکل کوي چې شاید د هم دغې وژنې له کبله د امریکا او سعودي‌عربستان خوږه اړیکي‌ وشلیږي‌او د اړیکو د خرابېدو امکان هم هم دغه د خاضق جي‌وژنه ده.‌

د امریکا د اتخباراتي‌راپور تر نشرولو وروسته متحده ایالاتو د سعودي‌عربستان پر ۷۶ مهمو څېرو امریکا ته د ورتګ بندیز ولګاوه او د هغوی وېزې یې کنسل کړې.‌

که څه هم د سعودي پاچا وړاندي‌تر دې پرځان لګول شوی تور رد کړی وو خو تر دم ړیه یې لا د امریکا اوسني‌ راپور ته شخصآ غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د خاشقجي‌د کورنۍ غړي پر نړۍ واله میډیا د امریکا دا ګام ستایلی دی.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.