The news is by your side.

داودزی وايي  پاکستان سم سوی، خو باور پرې وسي؟

خبریال ویبپاڼه/ د افغان سولې په برخه کې پاکستان هغه هېواد بلل سوی چې تر ډيره بریده کولای سي مهم رول ولوبوي خو تراوسه پوري د پاکستان دوه مخې توب او شیطاني سیاست د دې لامل سوی چې پرې باور ونه سي.

د پاکستان لپاره د افغانستان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی په یوه دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی وو او هلته يې د افغان سولې په تړاو  مهمې لیدنې ترسرکړې دي چې اوس يې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستان ګام پر ګام د افغان سولې په هکله مثبت لور ته روان دی او ښه نیت لري یعني سم سوی دی؟

داودزي زیاته کړې  چې پاکستان خو لا داهم ویلي چې په قطر کې يې د بین لافغاني خبرو د بیا پیلیدلو لپاره هم مهم رول لوبولی دی ځکه نو موږ ترې مننه وکړه.

نوموړي ویلی چې پاکستان ته یې وړاندیز وکړ چې باید د اورکم پرځای اوربند ته طالبان وهڅوي ځکه موږ ولیدل چې اورکم کومه نتیجه ورنکړه او لاهم نوره جګړه زیاته سوې.

په پاکستان باور وسي؟

تراوسه پوري پاکستان د یوه ګاونډي په حیث هیڅ یوه ګټه افغانستان ته نه ده رسولې او لاهم د خپلو شومو موخو لپاره يې په کلونو کلونو د افغانانو په زورولو او افغانستان په خرابولو کې پراخ لاس درلود.

که څه هم هیڅ باور نسي کیدلای چې پاکستان دي په خپلو ژمنو کې رښتینی ثابت خو زموږ لپاره د زړه ښه کولو یوازي یو افشن دی چې داسې فکر وکړو چې ښايي دا هېواد مجبوره سوی وي خو لاهم د افغان سولې لپاره بیلابیل منزلونه پاتي دي او وخت پروخت به د پاکستان دوه مخې پالیسي هم تغیری کوي.

که له هر عامه افغانه د پاکستان د ښه والي یو خبره وپوښتې او یاهم ورته ادعا وکړې نو هغه بغیر له خندا بل بدیل نلري یعني هر عام افغان د پاکستان د ښه والي پر خبرو خاندي.

په دې وروستیو کې سختو جګړو، افغانان ناهیلي کړل خو د افغان سولې د خبرو د یوې غونډې په پیل بیرته هیله مندۍ پیدا سوې خو دا چې د سولې خبرې به کومې پایلې ته رسیږي او پاکستان به رښتیني یانه دا به راتلوونکی ثابته کړي.

داودزی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان پوځ هم ویلي وو، په دې باور نه دي چې طالبان دي یوځل بیا پر کابل واکمن سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.