هغه لوبغاړی چې شپږيزه وهل يې نه وه خوښ!

خبريال وېبپاڼه: شپږيزه وهل چې د کرکټ لوبو کې د پياوړو لوبغاړو له وړتياوو څخه يوه غوره وړتيا ده، او د يو غوره توپ وهوونکي ورټيا هم په شپږيزه وهلو سره ثابتيږي.

خو بيا هم د کرکټ په نړۍ داسي پياوړې او غوره لوبغاړي هم شته چې هغوي په مهارت سره لوبيږي او شپږيزې وهلو ته دومره اهميت نه ورکوي.

د کرکټ په نړۍ کې داسي لوبغاړي هم شته چې د شپږيزې وهلو څخه علاوه هم غوره او پياوړې لوبغاړي دي.

ايا هغه لوبغاړی پيژنۍ چې د خپل کرکټ په تاريخ يوازې دوه شپږيزې لري؟

محمد اصف مجتبی د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې يو پياوړی او غوره لوبغاړی وه، خو جالبه دا ده چې هغه د کرکټ په ټولو ( ټيسټ او يو ورځينۍ لوبو کې يوازې دوه شپږيزې لري).

محمد اصف مجتبی په ۱۹۶۷ز کال د نوامبر په ۴ نيټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې زيږيدلی دی.

محمد اصف مجتبی د ۱۹۸۶ نه تر ۱۹۹۷ز کال پورې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله کې پاتي شوی او ۲۵ ټيسټ او ۶۶ يو ورځينۍ لوبي يې لوبولي دي چې په دې ټولو لوبو کې يوازې دوه شپږيزې لري.

اصف مجتبی يو شپږيزه د اسټراليا سره د پاکستان ټيسټ لوبي پرمهال په ۱۹۹۲ د ډسمبر په ۱۰ نيټه د شپږيزې په وهلو سره پاکستان له ماتې وژغوره او لوبه مساوې پای ته ورسيده.

اصف مجتبی له دې وروسته يوه بله شپږيزه په يو ورځينۍ لوبو کې لري.

هغه په دې اړه داسي وايې، ( د يو غوره توپ وهوونکې لپاره شپږيزه وهل مهم نه دي، بلکې د يو غوره توپ وهوونکې لپاره غوره توپ وهنه مهمه ده چې په غوره توپ وهني سره د يو غوره توپ وهوونکې وړتيا ثابتيږي).

اصف مجتبی د پاکستان کرکټ ملي لوبډله کې يوازې په ټيسټ او يو ورځينۍ لوبو کې لوبدلی دی او په شل اوريزه لوبه کې يې هيڅ لوبه نه ده ترسره کړي.

اصف مجتبی خپله وروستۍ يو ورځينۍ لوبه د ۱۹۹۶ز کال د سپټمبر په لومړۍ نيټه د انګلستان ملي لوبډلي په وړاندې ترسره کړه.

او خپله وروستۍ ټيسټ لوبه يې د ۱۹۹۷ز کال د اکټوبر په ۲۶ نيټه د سريلنکا کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره کړه او له هغه وروسته يې د هر ډول نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More