The news is by your side.

حکمتیار د ارګ له محاصرې په شاشو، نوی پلان يې اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه- د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دا ځل په حکومت باندې د فشار اچولو په موخه نوی ګواښ وکړ، دا ځل حکمتیار د خپلو تېرو خبرو څخه په شاه شو او ویې ویل چې ارګ نه محاصره کوي خو کابل ته راغلې مهمې ټولې لارې به تړي.

حکمتیار پخپلو ننيو څرګندونو کې وويل چې د حکومت څخه د کوم مقام، وزرات، سفارت او یا ولایت غوښتنه نلري، په واک کې شرکت او برخه هم نه غواړي.

خو‌ حکمتيار دا ونه ويل چې بلاخره دی څه غواړي، تر دې وړاندې نوموړی د خپلو زندانیانو د نه خلاصون خبره کړې وه خو د حزب اسلامي سره د توافقنامې ټيم وايي چې‌دوی د حزب اسلامي ټول زندانیان خوشي کړي دي.

حکمتيار دا ځل د ارګ په ځای دا ګواښ وکړ چې د کابل راغلې ټولې لارې به بندوي، هغه وويل چې عام خلک به هم نسي کولي چې کابل ته دننه او يا هم له کابل څخه بهر شي.

حکمتیار په خلکو غږ وکړ او ویې ویل چې کله ددوی لاريون پيل شو نو بايد کابل ته له راتګ څخه ډډه وکړي، ده وويل چې عام خلک به کابل ته راتګ په تکليف شي له همدې کبله ښه به دا وي چې دوی هیڅ کابل ته رانشي تر هغه چې ددوی لاريون نه وي خلاص شوی، حکمتيار دا ونه ويل چې کابل راتلونکي خلک نو کار لري، ناروغان، دا خلک به څه کوي.

حکمتیار په داسی حال کې د کابل د لارو د تړلو خبرې کوي چې په دې وروستيو کې د حکومت څخه نارضايتي زياته شوې ده او حکومت ته ډول ډول ګواښونه کوي.

له دې وړاندې د مورنیو جکړو په مهال هم د حکمتیار کسانو کابل ته راغلې لارې تړلې وې چې ورسره په کابل کې زیاتې ستونزې راپيدا شوې وې.

د چارو شنونکي وايي چې حکمتيار به ددې لارې خپل پاتې ځای هم له لاسه ورکړي ځکه په دې ډول لاریون چې دی يې پلان لري ترټولو زیات زيان خلک ويني.

د شنونکو په خبره لاريون د حکمتیار طبعي حق دی، دا چې اوس د پخواني ستايل په ځای چې په مرمیو به یې يو څه غوښتل په خوله غواړي د لاریون د لارې غواړي نو دا هرڅه د زغملو وړ دی.

خو حکمتیار ته پکار ده چې ځان د خلکو سره مخامخ نکړي، ځکه دا مظلوم ولس دی هره ورځ يو کار لري که لارې ورباندې بندیږي نو ددوی يو کار مه ورانیږي هغه به بيا په مياشت کې نه سمېږي.

د بلې خوا نه کابل کې بيا د حالاتو څارونکي وايي چې ګلبدين حکمتيار ته اوس خبرې او ګواښونه ورپاتې دي په عملي ډول به هغه هېڅ هم ونشي کړی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.