The news is by your side.

ملحدان د سرتېرو په جامه کې!

خبریال وېبپاڼه – طالبان او د هغوی ملاتړي اکثره دا خبره کوي چې افغان امنیتي سرتېري کافران دي؛‌خو د هغوی د ملحدۍ دلایل یوازي‌ د هغوی د هیواد او خاورې ساتنه یادوي؛ البته زه نن د داسي ‌ملحدو سرتېرو په تړاو خبره کوم چې د سر تېري ‌سپیڅلي نوم ته یې دروند زیان اړولی او عمل یې پر دې دلالت کي چې باید ملحد ورته وویل شي.

پرون یعني تېري پنج شنبې ورځ د افغانستان په ګوټ‌ ګوټ‌ کې پټ او ښکاره د افغان امنیتي سرتېرو سره د ملاتړ او د هغوی د سرښندنو د تقدیر ورځ ولمانځل شوه؛‌ خلکو د سرتېرو د سرښندنو ستاینه وکړه او د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ددغې خاورې اصیلو بچو ته د احترام سرونه ټیټ شول.‌

سرتېرو ته د احترام په دود ځکه خلکو سرونه ټیټول چې سرتېري یې ددې هیواد او خاورې د دفاع او عزت ساتونکی باله.‌

دې کې هیڅ شک نشته چې په افغان سرتېرو کې ستونزې شته او د نړۍ د ډېری نورو هیوادونو د سرتېرو برخلاف یې ځیني‌بیلا بیلي روحي او روغتیايي‌ ستونزې لري؛ ځیني یې د خپلو مشرانو په څېر په فساد ککړ شوي‌ او ځیني یې انتهايي‌ بد اخلاقه شوي‌ دي.‌

ځیني یې د هغه ولس بې احترامي‌کوي‌چې د سرتېري‌ورځ لمانځي او ځیني‌نور بیا د احترام په دود نه پوهېږي؛ البته دا خبرې تر ډېره د افغانستان په پولیسو سرتېرو کې موجودې دي؛ او په پوځ کې دا ستونزه اوس تر بل هروخت را کمه شوې ده.‌

کیدای شي‌ د ډېرو په اند به سرتېری یوازي پوځ وي؛‌خو سرتېری د پوځ را وروسته پولیس؛ د سیمه ایزه اردو عساکر او ځیني‌نوم ورکې اتلان دي.‌

د افغان پوځ دنده مقدسه ده او پر هغوی باندي د شک ګوته پورته کول د دیني‌ عالمانو په وینا ګناه ده خو د پوځ ترڅنګ اوس پولیس د همدغه دیني‌عالمانو خبرې ناسمې ثابتوي‌ او د پولیسو سره سره افغان امنیتي پوځ ته هم دروند زیان اړوي.

په زابل کې خلک وايي چې په پولیسو کې ملحدان پیدا شوی دي؛ هغه کسان چې طالبانو یې مرګ رواه کړی دی بلکل مرګ یې روا دی خو حکومت ورته څه نه وايي دوی وايي دا ملحدان هغه پولیس افسران دي چې د نورو ځورونو ترڅنګ یې پّ زابل ولایت کې پر یوه ۹ کلنه ماشومه تېری کړی .

په شاه جوی کې همدا اوس خلک سخت په غوسه دي لوی لاریون يې پيل کړی دی او د پوليسو په ضد شعارونه ورکوي پخپله دغلته همدا خلک پوليسو ته د ملحدانو او کافرانو خطاب کوي دا مريکا روزلي نه په خور بند نه په مور ملحدان ورته وايي.

د کورنیو چارو د وزارت د بې کفایتۍ له وجې به په هېواد کې دا مسله له کنتروله ووځي او د ټولو امنیتي ځواکونو لپاره به ناوړه پايلې ولري.

د يوې خوا د خلکو او حکومت فاصله ورسره زياتېږي د بلې خوا خلک او طالبان سره نېږدې کېږي طالبانو ته د پوليسو د وژنې مشروعیت په لاس ورځي او بالاخره ددې حکومت بنسټونه د بقا له ګواښ سره مخ کېږي.

په داسې يو دور کې چې اوس هره پېښه سمدلاسه رسنۍ په ويډيويي او کتابي ډول راپور کوي، د کورنیو چارو وزارت ورباندې خبرېږي نو بيا هم ولې ياد وزرات اقدام نکوي.

دا هرڅه په لوی لاس د افغانستان سره د دښمني ده د افغانستان د امنيتي ځواکونو سره دښمني ده او‌ که یې مخنیوي ونشي نو ددې بيه به ټول نظام پرې کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.