The news is by your side.

پولیسو ولې‌ پر ماشومې جنسي تېری وکړ؟

خبريال وېبپاڼه- د زابل ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې پوليسو په يوه لس کلنه نجلۍ تجاوز کړی دی، د سیمې څخه راپورونه وايي چې پوليسو دغلته يوه لس کلنه نجلۍ خپلې پوستې ته دننه کړې او ډليز ډول يې ورباندې تېری کړی دی.

په سیمه کې خلک راټول دي، لاریون روان دی او د غواړي چې فوراً په پېښه کې دخيل عسکر ونيول شي او د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي.

په دې وروستيو کې د پوليسو له لوري د خلکو سره زور زیاتی ډېر شوی دی، په همدې زابل ولايت کې خلک د يوې د پوليسو له پاټکونو څخه شکایت کوي، حکومتي چارواکي دې پاټکونو ته د پوستو نوم ورکوي او وايی چې د امنیت لپاره یې جوړې کړې دي، خو دا پاټکونو په عمل کې د ۹۰ کلونو پاټکونه دي او بدون د خلکو د شکولو او په خلکو د تېري بل کار نلري.

د کابل په شمول په ولایتونو کې هم دا ډول پېښې زیاتې شوې دي، څه موده وړاندې پخپله په کابل ولايت کې يوه پوليس یوه افغانه نجلۍ په دې جرم شکنجه کوله او سر یې ورباندې کل( خرېيه) چې دده جنسي غريزه یې نه ده پوره کړې.

شننوکي په حکومت غږ کوي چې د خلکو له قهر څخه ځان ته مخ کوي او د فرعونیت څخه دې لاس واخلي، د هېواد د حالاتو څارونکي وايي اشرف غني په ارګ کې ناست دي او فکر کوي چې په ټول هېواد کې لکه په ارګ کې ارامه ارامي ده خبر نه دی او یا یې هم په کيسه کې نه دی چې هېواد کې د حکومتي قوت څخه په ګټې اخیستنې د فرعون د زمانې ظلمونه پيل شوي دي.

پخوانی طالب چارواکی سيد اکبر آغا هم وايی چې حکومت ته پکار ده چې د خلکو سره خپل سلوک سم کړي د خلکو نیوکې ومني او خپلې بې سرحده بدۍ نورې پای ته ورسوي.

د چارو ماهرين سپارښتنه کوي چې حکومت دې په امینتي ځواکونو کې اړين اصلاحات راولي که نه نو د ټولو امنیتي ځواکونو په وړاندې به دا ډول پېښې منفي ذهنیت ايجاد کړي.

د امنیتي چارو متخصصين وايي د حکومت له لوري د ملېشو نه کنټرول کول د ملیشو جوړول پوليسو ته د هر ډول خلکو نیول ددې سبب کېږي چې طالبان پخپلو خلکو کې مشروعیت زيات کړي او د حکومت په وړاندې لا د قوي ګوزار تياری ونيسي.

د کورنیو چارو وزارت په دې هکله موثر اقدامات نه دي کړي او نه يې کوي يوه نیمه مياشتې کېږي د خبريال په شمول ټولې رسنۍ ددې سيمو په هکله ليکلي، انځوریز راپورونه ورکوي خو د کورنيو چارو وزارت په دې اړوند هېڅ ډول عملي موثر اقدامات نه دي کړي همغه ظلم نور هم زیات شوی کم شوی نه دی.

د کورنیو چارو د وزارت بې ارادې تعقيب او اصلاحاتو ته نه ژمنتیا ددې سبب شوې ده چې پوليس د پوليسو څخه ډېر په یوه ملیشه بدل شي او د خلکو په رټلو، لوټلو تېريو لاس پورې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.