The news is by your side.

نادري؛ طالبان د حکومت څخه خپله پخوانۍ غوښتنه منل غواړي

خبريال وېبپاڼه- د افغانستان د حکومت د مذاکراتي ټيم وياند نادر نادري وايي چې طالبان اوس هم په تمه دي چې حکومت به ددوی پاتې اوه زره بندیان هم ازاد کړي.

نادري وايي طالبان په داسې حال کې د اوه زرو نورو زندانيانو ازادي غواړي چې دوی د طالبانو پینځه زره بندیان ورخوشي کړل خو طالبانو يې په بدل کې جګړه زياته کړه.

نادري وايي په داسې يو حالت کې حکومت د نورو زندانیانو خوشي کولو ته نه دی تیار، دده په خبره چې طالبان د روانې جګړې په هکله کوم خفګان نلري ځکه همداسې ناست دي د خبرو پيل کولو ته هېڅ بېړه نلري.

د چارو شننونکي وايي چې د نادری خبره په ځای ده، طالبانو ته ددې هېواد شتمنی ددې هېواد خلک کوم ارزښت نلري، له همدې کبله دوی د مذاکراتو لپاره پوره وخت لري د خبرو لپاره ليوالتيا پکې نشته ده او د روان جنګ د زيان په هکله هېڅ مسولیت نه حس کوی او نه ورسره شته.

د طالبانو يوه برخه په دوحه کې ناسته ده، ځینې یې په بهرنيو هېوادونو کې دي هلته چکرې وهي، ددوی سره د خبرو د پيل بېړه نشته ده.

د بلې خوا بيا شننونکي وايي چې طالبان د امريکا د حکومت وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي، که د امريکا حکومت د افغانستان څخه خپل پوځيان باسل مکملوي نو کېدی شي دوی د افغان حکومت سره خبرې پيل کړي او که چېرې هغوي پوځيان نه باسي نو بيا خو چې امريکايان موجود وي طالبان هسې هم خبرې بې ځايه ګڼي.

نادري پخپلو خبرو کې وويل چې د طالبانو له لوري د سولې د خبرو سره نه ليوالتيا دا ښيي چې سولې ته يې اراده خالصه نه ده، همدارنګه خلک هم ډ طالبانو په نيت شک کوي، طالبان په نورو هېوادونو کې مېشت دي څوک پاکستان ته تللي څوک ایران کې دي څوک مسکو کې د سولې د خبرو کتاب يې تړلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance