The news is by your side.

حکومت په نه حل کېدونکې قضيه کې مداخله وکړه

خبريال وېبپاڼه- د هېواد د بهرنیو چارو وزرات د امريکا له حکومت څخه د هغه زنداني د خوشي کولو غوښتنه کړې چې کلونه کېږي په ګوانتامو کې زنداني دي.

اسدالله هارون چې کلونه کېږي د ګوانتامو په زندان کې بندي دی تراوسه ورباندې کوم جرم نه دی ثابت شوی، دا ادعا يې کورنۍ کوي او وايی چې تراوسه په هارون باندې هېڅ جرم نه دی ثابت شوی خو بيا هم ۱۴ کاله کېږي چې په دې زندان کې اچول شوی.

په افغانستان کې څو ځل خلکو د ټولنيزو له لوري د هارون را خوشي کول وغوښتل خو د امريکا متحده ايالاتو دې غوښتنې ته ځواب ورکړ او نه هم افغان حکومت.

اوس تازه امريکايي رسنيو راپور ورکړی دی چې د ښاغلي اسدالله هارون د خوشي کولو لپاره په رسمی ډول افغان حکومت د امريکا حکومت ته خپل خواست سپارلی دی.

دا چې د امريکا متحده ايالات به د افغانستان د حکومت دا غوښتنه ومني که نه معلومه نده خو تر دې وړاندې امریکا او نورو نړيوالو د افغان حکومت په غوښتنه ځينې جنګيالي خوشي کړي و.

د چارو شننونکي وايي چې د افغان حکومت دا پریکړه په ځای پرېکړه ده د يوې خوا به د هارون کورنۍ له خپل اولاد سره يو ځای شي او د بلې خوا دا هيله شته چې د هارون خلاصول به د افغانستان د حکومت محبوبيت په محافظه کاره طبقه کې زيات کړي.

په ۲۰۰۱ م کال کې مې امريکا په افغانستان باندې حمله وکړه ډېر داسې کسان يې زندانونو ته واچول چې هېڅ ډول جرم یې نه درلوده، دا خلک يا په قصدي ډول د يوې موخې لپاره زنداني شول او یا هم ځینې د غلطو اطلاعاتو او شکونو په اساس زنداني شول.

ددې زندانيانو څخه که څه هم ځینې يې په لويو جرمونو ککړ و خو ځينې بيا بې ګناه و چې کلونه کلونه يې په ډېرو ناوړه حالاتو کې تېر کړل، ځینې بيا ازاد شول خو ويل کېږي هارون په ګوانتامو کې پاتې شوی یوازینی افغان زنداني دی، دا چې د افغان حکومت په غوښتنه به دا زنداني خلاص شي که نه دا به د وخت په تیریدو معلوم شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.