The news is by your side.

پاکستان به د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي؟

خبريال وېبپاڼه: د پيسو مينځلو د څار يوه نړيوال بنسټ ته وخت ورکړی ترڅو د ترهګرو د مالي او هر ډول ملاتړ لاس واخلي.

د پيسو د مينځلو د څار دغه نړيوال بنسټ پاکستان ته چې د ترهګرو يو له لويو مالي ملاتړ کوونکو هيوادونو څخه دی د روان زيږديز کال جون تر مياشت يې وخت ورکړی ترڅو د ترهګرو د مالي ملاتړ څخه لاس واخلي.

پيسو مينځلو د څار دغه نړيوال بنسټ د مالي اقدامونو ځانګړې ډلې (FATF) اعلان کړی چې پاکستان د هغه ۲۷ سپارښتنو له جملي څخه په ۲۴ کې يو اندازه پرمختګ کړی چې دوې ورته د ترهګرو د نوملړ څخه د وتلو لپاره ټاکلي دي.

دغه ځانګړې ډله چې د فرانسې په پاريس کې ميشت ده د درې ورځينۍ انلاين غونډې په پای کې ويلي، ( چې پاکستان بايد درې پاتې سپارښتني عملي او کمی پکې له منځه يوسي).

د مالي اقدام دغې ځانګړې ډلې پاکستان په ۲۰۱۸ز کال کې د پيسو مينځلو د نه کنټرول او د ترهګرو د ملاتړ له کبله پاکستان په خړ ليست کې شامل کړو.

په خړ ليست کې د پاکستان د شامليدو سره پاکستان کې بهرنۍ پانګونه او سوداګري سخته زيانمنه کړي ده.

د پيسو مينځلو نړيوال بنسټ د اعلان وروسته پاکستان ويلي، چې د دغه بنسټ ټولو ژمنو عملي کولو ته ژمن دی.

پاکستان د ترهګرو د ملاتړ څخه د لاس اخيستو په اړه د نړيوالو سره ډيري ژمني کړي.

خو، خپله يوه ژمنه يې هم نه ده پوره کړي، ځکه همدا ترهګر دي چې پاکستان يې په سيمه او نړۍ کې د خپلو موخو لپاره کاروي.

بلخوا پاکستان د ترهګرو د ملاتړ لپاره د نړيوالو څخه په يوه او بله بهانه ميلياردونه ډالر پور اخلي چې همدا پور اخيستل به پاکستان په راتلوونکي کې د لوې اقتصادي بحران سره مخ کړي.

او هم پاکستان د ترهګرو لپاره د نړۍ په سطحه يو خوندي پټنځای هم دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.