The news is by your side.

د طالبانو ګواښ او د حمدالله محب ضد

خبريال وېبپاڼه- په داسې حال کې چې بين الافغاني خبرې لا بېرته په سم ډول نه دي ویل شوې طالبانو په ښکاره او پټه د خپلو پاتې بنديانو د ازادۍ او د خپلو مشرانو نومونه له تور لیست څخه د لرې کولو غوښتنه کړې وه.

طالبانو په غیرې رسمي او نيمه رسمي ډول ګواښ کړی و چې که چېرته ددوي باقي زندانیان خوشي نشي او ترڅنګ یې د تور لیست څخه ددوی د مشرانو نومونه لرې نشي نو د سولې خبرې په مخ يونسي.

د طالبانو ددې ګواښ په وړاندې بيا تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب برعکس څرګندونې وکړې، محب په دې ټينګار وکړ چې په طالبانو باندې د نړيوالو دارو بنديزونه ډېر موثر دي او بايد دوام وکړي.

يانې حمدالله محب يو ډول غوښتل چې نه يوازې دا بندیزونه بايد لرې نشي بلکې بايد نور په زيات شي، دده په خبره چې دا بندیزونه د تروریزم سره د مبارزې په وړاندې ډیر هم او اړين دي.

د امريکا سره ډ طالبانو تر توافق وروسته د نړيوالې ټولنې غېږ د طالبانو په مخ باندې په نسبي ډول پرانيستل شوه، د امريکا سره د توافق څخه د ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول افغانانو هيله دا وه چې بلاخره به دا توافق ددې سبب شي چې په افغانستان کې يو اوربند رامنځته شي پسې طالبان يا په حکومت کې کډ شي يا نوی حکومت جوړ شي.

خو طالبانو دا ډول هیلې تر ډېره پورې وځپلې، د امریکا سره ددوی توافق په جګړه هېڅ ډول کم والي رانه وست، جنګ همغه جنګ و، دوی د افغانانو وژل همغسې روا ګڼل، بلاخره د طالبانو په وړاندې اوس د نړۍ دروازې بیا د بندېدو په درشل کې دي‌.

د افغانستان د ملي پخلاينې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د طالبانو له لوري د خپلو مشرانو د نومونو د تصفيه کولو او د خپلو پاتې زندانیانو د ازادولو د غوښتنې په ځواب کې ويلي و چې افغان حکومت تيار دی دا دواړه خبرې ومني.

خو ددې لپاره مهمه ده چې يو ځل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ يو تړون وسي، داسې بې حسابه دوی نشي کولی ټول زندانیان خوشي کړي او يا هم ددوی د مشرانو نومونه له تور لېست څخه لرې کړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.