The news is by your side.

د کاجول ژوند او هنر

کاجول به مو د هندي فلمونو په ډيری برخو او صحنو کې لیدلې وي په دې مطلب کې د هغې له شخصي او هنري ژوند څخه ځان خبر کړئ

د هندي سېنما مشهوره اوپيژندل سوې  اداکاره کاجول مکرجي په ۱۹۷۴ زیږدیز کال کې زېږدلې او د هندي سېنما د صنعت پیاوړې لوبغاړې شمېرل کیږي، کاجول په خپل هنري ژوند کې ۱۱ ځله جایزو ته نومانده سوې او تراوسه د Filmfare  پستوال څخه يې شپږ غوره جایزې هم ګټلې دي، د کاجول امه هم پنځه ځله د دې جایزې ګټوونکې سوې ده.

کاجول د هند ممبیې د موکرجي کورنۍ کې زیږدلې ده، د دې کورنۍ له سره هنري وه د کاجول مور هندي اداکاره تنوجا سمرت  او پلار یې فلم جوړوونکی شمو مکرجي دی.

کاجول په ۲۰۱۱ کال کې د هند ترټول ارزښتمن ۴ مقام غیري نظامي مډال له دولت څخه ترلاسه کړ، په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کاجول د بې خودي فلم په تر ټولو ښه اداکارۍ سره مشهوره سوه، کاجول په ډیری عاشقانه فلمونو کې لکه، عاشق زوم ناوي وړي، تاسو، زه او موږ، زه په کورکې یم، ژوند ته پور ورکوونکی، ممبیي سره مینه وکړئ، پټ حقیقت،تل،او داسې نورو فلمونو چې بریا ته یې رسولې یادولای سو، کاجول د FILMFARE څخه د پټ حقیقت فلم په بدل کې غوره جایزه واخیسته. کاجول د فلمي نړۍ ترڅنګ له بې سرپرسته میرمنو او ماشومانو سره د مرستې په برخه کې هم په ۲۰۰۸ کال کې د Karmaveer Puraskaa په نوم جایزه ترلاسه کړه له دې سره ترخوا کاجول په یوه ټلویزیوني خپرونه کې دا داورې په حیث هم پاتي سوې، کاجول د خپل ورځني ژوند يه یوه برخه کې د دیګان تفریح ​​او سافټویر شرکت مدیره هم ده.

کاجول د خپل ژوند په دوام په ۱۹۹۹ زیږدیز کال کې بالیوډ له مشهوره اداکار اجی دیوګن سره واده وکړ او دامهال دوه اولادونه لري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.