The news is by your side.

د سترګو شاوخوا د تور داغونو لاملونه

خبریال ویبپاڼه: ځینو خلکو ته د بېلابېلو لاملونو له امله د سترګو شاوخوا تور داغونه پیدا کېږي. چې د ځینو ناروغیو نښه ده، او هم زمونږ د مخ ښکلا کې بدلون راولي. مونږ په دې لیکنه کې پر هغو لاملونو غږېدلي یو چې د هغه له مخې زمونږ د سترګو شاوخوا تور داغونه پیدا کېږي:

۱ـ  لږ خوب کول

لږ خوب کول د انسان په ټول بدن باندې خپله منفي اغېزه پرېږدي.او او لاسې هم ویل کېږي، چې د د یوه شپې بې خوبه پاتې کېدل د الزایمر(هغه نتروغۍ ده، چې د انسان ذهن ډېر ژر خپلې خبرې هېروي) ناروغۍ خطر ډېروي.

د شپې لخوا د ۶ یا ۷ ساعتونو خوب کول د ذهن د ارامښت او د بلې ورځې پیل لپاره حتمی ګڼل کېږي.

۲ـ  د وینې کمښت

که چېرې ستاسو غذایي رژيم سم نه وي، او په نږدې وختونو کې ستاسو د سترګو شاوخوا تور داغونه ښکاره شي، نو دا د دې خبر درکوي، چې ستاسې بدن د وینې له کمښت سره مخ شوي. چې تر هر څه دمخه لومړی باید ډاکټء ته لاړ شئ، او د وینې د کمښت درمل واخلۍ، لکه: فولیک اسید، في فول او ورپسې په عذایي رژیم کې بدلون راولی، د بېلګې په ډول: انار،ګیلاس،تلي یا جګر وخورئ، چې ستاسو د بدن اړتیاوې ژر تر ژره پوره کړي.

۴ـ د پښتورګو ستونزې (پښتورګو ناروغۍ )

کله چې د انسان په بدن کې اوبه کمې شي، او پښتورګي ونشي کړی چې خپل فعالیت په سمه توګه ترسره کړي، نو زمونږ د سترګو شاوخوا تور داغونه پیدا کېږي.

۵ـ د ویټامینونو نشتوالی

شاید تاسې به هره ورځ په منظم ډول خواړه خورئ. خو داسې خواړه به نه خورۍ چې ستاسې بدن ورته ضرورت لري، لکه داسې چې تاسې په تکراري ډول هره ورځ یو ډول خواړه وخورئ، په داسې حال کې ستاسې بدن هر ډول خوړو، سبزي او مېوو ته اړتیا لري، نو د خپل خوړو لېست کې هره اوونۍ بدلون راولئ او له هر ډول مېوو څخه ګټه واخلئ.

۶ـ  په ناپاکو اوبو لمبیدل یا اودس پری کول

ناپاکې اوبه زمونږ د مخ په پوټکې ژر خپله بده اغېزه ښکاره کوي.او د همدې امله زمونږ سترګې چې د بدن تر ټولو حساسه برخه ده، ورسره ژر حساسيت ښيي.

۷ـ  سټریس یا خپګان

ذهني فشار یا خپګان د دې لامل کېږي، چې زمونږ په مخ کې بدلون راشي، تر پخوا مو مخ ګونځې ډېرې کېږي، مړاوې څېره او د سترګو تور داغونه تاسې ته دا ښکاره کوي، چې د یوه لوی ذهني فشار لاندې یاست، نو کوښښ وکړئ، چې رواني ډاکټر ته ژر تر ژره لاړ شئ، چې وروسته بیا د نورو خطرناکو ناروغیو پیل هم له سټریس څخه کېږی.

۸ـ د میراث عوامل( له پلارونه او کورنۍ څخه پاته ناروغۍ)

که چېرې ستاسو د کورنۍ په نورو غړو کې هم دا ډول د سترګو تور داغونه وو، نو د اندېښنې وړ خبره نه ده، ځکه د سترګو تور داغونه میراثي لامل هم لري.

۹ـ د پوټکي ستونزې

کيدای شي ځینې وخت د سترګو تور داغونه تاسې ورخطا کړئ، چې شاید دا به د کومې لویې ناروغۍ درلودلو نښه وي، حو داسې نه ده.ډاکټران وايي، د نورو لاملونو سره سره د مخ د پوټکي ستونزې هم د داسې داغونو پیدا کېدلو لامل کېږي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.