د پنجاب نوې ټوکه! پاکستان امن خوښوونکی هيواد دی
خبريال وېبپاڼه: نن فبروری ۲۷مه د ۲۰۱۹ز کال د فبروری ۲۷ د پنجاب په خاوره کې د هندي الوتکې د نسکورولو ورځ ده.
د همدې ورځ په مناسبت د پنجاب د پوځ وياند جنرال بابر افتخار په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، ( د فبروری ۲۷مه د پاکستان د وسله وال پوځ لپاره د هيواد سره د هوډ تازه کولو ورځ ده، د پاکستان پوځ به د ټولو ګواښونو په وړاندې د پاکستان خاورې دفاع کوي).
بابر افتخار ويلي، پاکستان يو امن خوښوونکي هيواد دی که اړتيا شوه د هر ګواښ ځواب ويلو شو.
د بابر افتخار دا خبر يو څه عجيبه ډول بريښي چې “پاکستان يو امن خوښوونکي هيواد دی”
پاکستان څنګه يو امن خوښوونکي هيواد کیدی شي؟ په سيمه کې خو فساد همدې پاکستان جوړ کړی دی.
د پښتنو او افغانانو لوې دښمن خو همدا پاکستان دی په لګونه بي ګناه پښتانه او افغانان يې شهيدان کړي دي.
د پاکستان پوځ فکر کوي چې په دې خبرو سره به موږ نړيوالو ته دوکه ورکړو او هغوي به هم په موږ باور وکړي.
نه داسي څه نشته چې نړيوال په ترهګريز هيواد پاکستان باور وکړي د پاکستان اصليت خو ټولې نړۍ ته معلوم دی.
پاکستان تش په خبرو کې هر وخت غولوونکي خبري کوي، عمل کې هيڅ هم نه لري او په دا ډول خبرو سره غواړې د نړيوالو په سترګو کې خاوري وشيندي.
که پاکستان ريښتيا هم امن خوښوونکی هيواد وي خو بيا دې د ترهګرو د روزلو او ملاتړ لاس واخلي او په سيمه کې چې کوم اور د پاکستان لخوا بل شوی هغه دې مړ کړي.
پاکستان هغه هيواد دی چې د پاکستان دننه او بهر د لکونو پښتنو قاتل دی او هم په کشمير کې يې زرګون د بې ګناه وګړې وژلې دي.
پاکستان په کشمير کې د هند سره په اوربند موافقه وکړه ځکه چې پاکستان په هيڅ توان سره د هند مقابله نه شي کولی تش په خولي وايې چې د هر ګواښ په وړاندې په پوره طاقت سره د مقابلي توان لري.
پاکستان يوازې د دوه کارونو د کولو توان لري!
۱ د خپلو ګاونډيانو په تير بيا په افغانستان کې ترهګرۍ ته لمن ووهي او بې ګناه خلک شهيدان کړي.
۲ د پاکستان دننه د پښتنو په وړاندې ستر ظلمونه ترسره کړي او پښتانه د خپلو موخو قرباني کړي.
بل پاکستان د پښتنو پرضد داسي پښتانه غلامان روزلي چې د پنجاب ظالمې ادارې لپاره د خپل غيرتي قوم ننګه نه کوي او د پښتون غيرتي قوم بې عزتي وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.