د امنيتي ځواکونو ورځې ته طالبانو هم غبرګون وښود

خبريال ویبپاڼه- په داسې حال کې چې نن په هېواد د ملي امنيتي ځواکونو ورځ نمانځل کېږي، وسله والو طالبانو هم دې ورځې ته غبرګون ښودلی دی.

وسله والو طالبانو په ټویټر کې د افغان امنیتي ځواکونو د ورځ د لمانځنې سره هغه ویډیو ګانې خپرې کړې دي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ځینې غړي پکې ولسي وګړي ځوروي.

که څه هم په افغان امنیتي ځواکونو کې په ټوله کې دا ډول کسان کم دي خو په پوليسو کې یې بيا شمېر زيات دی، طالبان ډېری د پوليسو هغه انځورونه نن نشرول چې پکې ليدل کېږي پولیس خلک ځوروي.

په دې وروستيو کې په ځانګړي ډول په لویو لارو کې د پوليسو څخه د خلکو شکایت ډېر شوی دی، طالبان پخپلو حسابونو کې نن د هغه موټروانانو ویډیو ګانې خپروي چې د کابل کندهار په لاره پوليسو هم سپکې سپورې ورته ويلي دي هم‌ یې پيسې ورڅخه اخيستي دي او هم یې خپلو پوستو ته اوبه ورباندې وړې دي.

د کورنيو چارو وزارت ددې مسول دی چې خپل پوليس کنټرول او تعقيب کړي، که پوليس هم د ياغي ډلو غوندې بې تعقیبه، بې قانونه په خپل سر روان وي بيا خو نه دې ډول نظام ته حکومت ويلي شو نه دولت.

له بده مرغه په کورنيو چارو وزارت کې ددې کار اراده نشته ده، که اراده يې درلودی نو تر ننه پورې به يې حتمآ ددې ستونزې د هوراوي لپاره يو څه کړي و، څو میاشتې کېږي چې د کابل کندهار په لويه لاره پوليس د خلکو سره ډول ډول ظلمونه کوي، همدغه خلک بيا شکايتونه کوي، د رسنيو سره خبرې کوي، ويډيو ګانې خپروي او د پوليسو له لوري ورسره شوي ظلم بيانوي.

خو ددې ټولو په پای کې بيا هم د کورنیو چارو وزارت داسې اقدام نه دی کړی چې دا ستونزه حل شي، بلکې خه موده وړاندې یې څو پوليس له دندې لرې کړل‌.

خو د زابل ولايت څخه سرچینې وايي چې د کورنیو چارو وزارت يوازې هغه پوليس له دندې لرې کړي چې واسطه نلري، کومو پوليسو چې د پوستو په نوم پاټکونه اچولي هغه ټول پخپلو دندو باندې سته دي او همغه ډول د خلکو ځورونې ته دوام ورکوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More