پنجاب لخوا د ترهګر په نوم د پښتون وژني نوی پلان

خبريال وېبپاڼه: د پاکستان د کراچۍ د سي ټي ډي پوليس په جنوبي وزيرستان کې د دوه ترهګرو د وژلو دعوه کوي.

د کراچۍ د سي ټي ډي پوليس دعوه کوي چې د جنوبي وزيرستان په سکهر سيمه کې يې د طالبانو دوه ترهګر وژلي دي.

پوښتنه دا ده چې پاکستان څنګه طالب وژلی شي؟ ځکه پاکستان خو د طالبانو ملاتړی دی او همدا طالبان دي چې پاکستان پرې په سيمه کې خپلي موخي پوره کوي.

طالبان د پاکستان لخوا ملاتړ کيږي او په جنوبي وزيرستان او يا هم پاکستان کې چې د طالب په نوم کوم څوک وژل کيږي هغه طالب نه! بلکې پښتون دی چې د پنجاب اداره يې د طالب ترهګر په نوم وژني.

دا هغه پښتون دی چې د پنجاب ادارې پرضد خپل ږغ پورته کوي او د پنجاب ظالمې ادارې څخه خپله ازادې غواړي.

پاکستاني مليشي په يوه او بله بهانه پښتانه وژني او دا د پنجاب لخوا د ترهګر په نوم د پښتون وژني نوی پلان دی ځکه پاکستان کې ميشت پښتانه د پنجاب څخه خپله ازادې غواړي.

د پاکستان مليشو د جنوبي وزيرستان کې د پښتنو وژلو پسې راخيستي ده، چې په يوه او بله بهانه پښتانه وژني.

دا ځکه چې د جنوبي وزيرستان ترڅنګ په پاکستان کې نور وېښ پښتانه د پښتون ژغورني غورځنګ څخه په کلکه ملاتړ کوي او د پنجاب ظالمې ادارې څخه خپله ازادې غواړي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتون په مشرۍ هغه مهال رامنځته شو چې په پاکستان کې د پښتنو په وړاندې د پنجاب ادارې لخوا ظلمونه زيات شول.

دا ځکه چې پاکستان کې ميشت وېښ پښتانه د (لر او بر يو افغان) ناره بدرګه کوي او په همدې نارې سره د پنجاب ظالمې ادارې څخه خپله ازادې غواړي.

خو، بيا په پاکستان د پنجاب ادارې له لورې غوليدلي پښتانه هم د خپلو پښتنو ننګه نه کوي، او د دوې پرضد تبليغات هم کوي.

همدا ناره د پنجاب هډوکي ماتوي او د پنجاب ادارې مشرانو ته سخت زور ورکوي او د وېښ پښتنو د ختمولو لپاره نوي پلانونه جوړوي.

اوس د پنجاب ادارې څخه لار ورکه ده او د ترهګر په نوم د وېښ پښتون د ختمولو لپاره يې نوی پلان په لاره اچولی چې د پنجاب دا پلان به هم ناکام شي.

د پښتون ژوغورني غورځنګ به يوه ورځ حتمن بريالی کيږي او پښتون قوم به د پنجاب ظالمې ادارې څخه خلاصون مومي.

لر او بر يو افغان دی هيڅوک او هيڅ هيواد يې نه شي بیلولی او حق به حتمن بریالی کيږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More