د جګړې لپاره د افغان ځواکونو چمتوالی
خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې کچیري طالبان د سولې پر ځای جګړه خوښوي نو افغان ځواکونه یې په وړاندې پوره چمتوالی لري.
نن په افغانستان کې د سرتیري ورځ او دافغانستان په ټولو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د ستاینې او لمانځنې په پار مراسم جوړ سوي چې خلک د خپلو سرتیرو غاړو ته ګلونه اچوي.
په کابل کې هم د افغان ځواکونو د ورځې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شامحمود میاخېل وویل چې افغان ځواکونه په خورا ښه موقف کې دي او کولای سي چې د ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.
د ده په خبره چې افغان ځواکونو پیاوړي او خلک دي خپل راتلوونکي ته اندېښنه نه کوي، ځکه تیر کال که څه هم د افغان ځاکونو په وړاندې ښه کال نه وو، خو بیا یې هم د ټولو ګواښونو دفعه وکړه.
د ده په وینا چې له طالبانوسره د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو که دوی جګړه کوي نو ورته پوره چمتوالی لري.
روانه جګړه او سوله؟
که څه له تیرو څو میاشتو پردې زیات تمرکز سوی چې د سولې بین لافغاني خبرې نتیجه ورکړي او په افغانستان کې د جګړې اور مړ سي خو لاهم هیڅ افغان ارامي او د جګړې ختم نه دی حس کړی او ورځ تر بلې د جګړې ډګر تودیږي.
اوس هم نژدې هره ورځ په جګړو کې افغان ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکوي خو ویره سته کچیري د سولې خبرې کومه نتیجه نه ورکوي نو جګړه به نوره هم زور واخلي او د افغان ځواکونو په وړاندې به جګړه او ګواښوونه نور هم زیات سي.
وړاندې کلونه چې به کله د پسرلي موسم راتلی نو د دولت او طالبانو له لوري یو له بل سره د جګړې کولو لپاره عملیاتونه اعلانول او سږ کال هم داسې فکر کیږي چې دواړه لورو دې جنګی موسم ته پوره چمتوالی نیولی.
خو په دې وروستیو کې بیرته د سولې خبرو ته هیلې پیدا سوې او ښکېل هېوادونه په دې لټه کې دي چې د جګړې پر ځای د سولې خبرو د بریا لپاره کار وکړي په دې هېوادونو کې امریکا هم ښايي د سولې د خبرو د بریا لپاره خپله پوره هڅه وکړي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.