The news is by your side.

عمران خان ولي ‌له اکثریت سره سره ماتې وخوړه؟

خبریال وېبپاڼه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د عمران خان واکمن ګوند (تحریک انصاف) په داسيمهال له ماتې سره مخ شو چې ملي‌اسمبلۍ کې لوی اکثریت هم د همدغه ګوند د غړوو.‌

له عمران خان نه دا څوکۍ د اپوزیشن ګوندونو له لوري‌ د نوماند او پخواني لمړيوزیر سیدیوسف رضا ګیلاني له لوري‌ وګټل شوه.

د پلازمېنې اسلام اباد دغې څوکۍ لپاره رايې اچوونکي د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي وو، خو تحریک انصاف ګوند او ملګرو یې اسمبلۍ کې له اکثریت درلودو سره سره بیا هم ناکامه شول.

وروسته له هغه چې دا څوکۍ تحریک انصاف وبایلله د هم دغه ګوند عمومي‌مشر او بنسټ ایښودونکی عمران خان له سختې ننګونې سره مخ شو.‌

د دغې څوکۍ تر ګټلو وروسته د اپوزیسيون سیاستوالو پر لومړي وزیر عمران خان غږ کړی چې له خپلې دندې دې استعفا وکړي، ځکه د دوی په خبره اکثریت غړي د ده ملګري نه دي.

د دوې په ځواب کې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړي او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، لومړی وزیر عمران خان به پارلمان کې د باور رایه اخلي او هلته به يې درک مالوم شي،‌ چې ډېری غړي د چا پلویان دي.

پاکستان کې اکثریت اپوزېشن ګوندونه په دې باور دي‌چې عمران خان د پوځ له لوري‌ د لمړي‌وزیر تر څوکۍ رسېدلی او اوس د پوځ په مټ واکمني‌کوي؛ خو واکمن ګوند دا تورونه ردوي او خپل حکومت یو جمهوري‌حکومت بولي.

واکمن حکومت د جمهوریت د تمثیل په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي‌وزیر هم د کراچي‌له زندان نه د سنا ټاکنو ته اسلام اباد ته وربللی وو؛ خو تر ټاکنو سم دستي‌وروسته یې د پښتنو دا استازی بېرته د کراچي‌زندان ته واستاوه .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance