د امريکا د بهرنيو چارو وزير د خپل هېواد ترټولو لوی مشکل اعلان کړ
خبريال وېبپاڼه- د امريکا د بهرنیو چارو وزیر نن په ښکاره ددې هېواد د ترټولو لویې ستونزې نوم واخيست او ويې ويل چې د امريکا لپاره ترټولو لوي مشکل چين دی، انتوني بلينکن وويل چې امريکا به د چین په وړاندې د يوه سيال او دښمن غوندې رويه وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير دا خبرې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په اړه د توضیحاتو د ورکولو په مهال وکړې، ده همداراز روسیه هم د خپل رقيب په صفت ياده کړه خو وې ویل چې په اوس وخت کې ترټولو لوی رقيب چين دی.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په خبره چې چين کولي شي د نړۍ اوسني نظم ته زيان ورسوي او ددې مخنیوی بايد وشي.
د امریکا او چین ترمنځ رقابت په زياتېدو دی دواړه هېوادونه نور په ښکاره يو د بل د ماتولو خبرې کوي او يو بل د نړۍ په وړاندې د یو ګواښ په توګه مني.
په داسې حال کې چی د امريکا نوي حکومت د نړۍ په هکله د نړۍ سره د هېوادونو د اړيکو په هکله د پخواني ولسمشر تقريباً ټولې پرېکړې لغوه کړی خو د چين په وړاندې یې بيا د ډونالډ ټرمپ دريځونه ومنل او بدل يې نکړل.
په نړيوال سټېج کې د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې هېواد اصلي څېره نړيوالو ته وروښوده اوس تازه جوبایډن هڅه کوي دا وران شوي شيان سم کړي.
شننونکي وايي چې د امريکا او چين رقابت به بيا ددې سبب شي چې ځینې هېوادونه د رقابتونو ميدان وګرځي او دواړه د يو بل په وړاندې د هر ډول امکان څخه استفاده وکړي.
پوهان وايي چې امريکا همدا اوس د چين تاريخي پوروړی ده او چین اوس په نورو هېوادونو کې هم خپل اغېز په زياتولو بوخت دی، د امريکا نوي ولسمشر جوبایډن تېره اونۍ وويل که د چين په وړاندې سم اقدامات ونکړي نو هرڅه به ډېر ناوخته شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.