The news is by your side.

طالبانو ته د حمدالله محب جالب وړانديز

خبريال ویبپاڼه- د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب په دې وروستيو کې د جګړې اړوند څرګندونې زیاتې کړې دي، د څرګندولو د زيادښت سره یې په خبرو باندې نظرونه هم زيات شوي دي.

په دې وروستيو کې حمدالله محب روزانه څرګندونې کوي او کارپوهان وائی چې محب زيات ورخطا دی او د وارخطايي سره ورڅخه داسې خبرې کېږي چې بيا د افغانستان د بنسټونو اعتبار بی اعتبار ورکوي.

ده په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي دي چې که طالبان د جګړې ځای مالوم کړي نو افغان ځواکونه به ورڅخه جګړه وګټي.

شننونکي وايي چې حمدالله محب غواړي چې دواړه لوري د يو بل سره پهلواني وکړي، دا ډول څرګندونې د محب څو ناغېړيو ته اشاره کوي، د يوې خوا حمدالله محب وارخطا دی او حيران دي چې څه وکړي او د بلې خوا بيا د محب خبرې په دې مانا دي چې دوی د جګړې په ميدان کې مات دي او اوس د طالبانو څخه غواړي چې پهلواني وکړي.

جرمني میشت افغان ليکوال او د چارو تحليل ګر وايي چې د حمدالله محب څرګندونې بدون له حماقت څخه بل څه نه دی او دا ډول څرګندونې د محب حماقت په نښه کوي.

د چارو شننونکي وايي چې حمدالله محب جګړې ته د کلي د پهلوانی فکر کوي او يا هم ورته د لوبو او ګېم خیال کوي، د جګړې د تکيتک په هکله دومره ناپوهي يا د حماقت نښه ده او يا هم د حمدالله محب د وارخطايي او لار ورکۍ نښه ده.

د متخصصینو په خبره حکومت اوس د خپلو بې ځايه او نا اهلو ټاکنو پايله پرې کوي چې هم د سياست او هم د جګړې په ډګر کې د ضعف خواته تللی دی‌، ددوی په خبره که حکومت هر کار خپل اهل ته سپارلی وی او وروسته يې اړين صلاحیت ورکړی وی نو نن به د خلکو د خندا نه کېده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance