The news is by your side.

طالبانو دا ځل د افغانستان بلې شتمنۍ ته لاس اوږد کړ

طالبانو دا ځل د افغانستان بلې شتمنۍ ته لاس اوږد کړ

خبريال وېبپاڼه- د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرون بېګاه په خپله یوه تازه مرکه کې د هېواد په حالتو باندې خبرې وکړې، په دې مرکه کې د راتلونکي په هکله هم زياتې خبرې وشوې ځکه افغانستان په یو داسې پړاو کې دی چې د راتلونکی په هکله یې تصميم نيول کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وويل چې که د ددوحې تړون عملي شي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي نو دوی به د افغانستان د بيا ودانولو لپاره د افغانستان د شتمنو او بډايو کانونو څخه ګټه واخلي.

طالب وياند د ګاونډیو هېوادونو په هکله هم خبرې وکړې او وې ویل چې ګاونډي هېوادونه هم تیار دي چې د سولې په صورت کې د افغانستان په معدنونو کې پانګونه وکړي، مجاهد په ښکاره ونه ويل چې کوم ګاونډي هېوادونه تيار دي چې دا ډول پانګونه وکړي خو زياته يې کړه چې ګاونډي هېوادونه دا ډول یو فرصت ته په تمه دي.

دا لومړی ځل دی چې دې حساس وخت کې د طالبانو وياند نه دې ډول يوې مسلې باندې خبرې کوي د افغانستان د کانونو په هکله خبرې کوي او حتی د هغه په هکله باندې د ځینې پلانونو او هیلو بيان هم کوي.

تراوسه پورې د نا امنیو له لاسه افغان حکومت نه دی توانېدلی د افغانستان کانونه په سم ډول وباسي خو په دې هکله حکومت هم لويه تمه لري او په دې هڅه کې دي چې د کانونو استخراج زيات کړي او د افغانستان د بساينې په لور قدم واخلي.

خو اوس نو طالبانو هم خپل نیت بيان کړ، اوس طالبان هم ځان ددې کانونو شریکان بولي او نیت لري ددې کانونو په استخراج کې ونډه ولري.

د هېواد دننه شنونکي وايې چې که سوله راشي نو بدون له شکه چې کانونه به د افغانستان د بنسټیزو پروژو په تمويل او د افغانستان په آبادۍ کې لويه ونډه واخلي، خو ددې لپاره دا لازمه بولي چې طالبان سوله وکړي، که دوی سوله ونکړي او د کانونو د ایستلو لپاره د قاچاق لاره ټاکي نو بيا د افغانستان لپاره په وروستۍ درجه خطرناکه مسله ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.