The news is by your side.

تازه؛ طالبانو د سولې لپاره د امریکا له نوې طرحې سره مخالفت وکړ

خبریال وېبپاڼه/ یوه قطر مېشتي طالب چارواکی وايي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې لپاره د امریکا نوې طرحه د دوی له ډلې سره شریکه کړې ده.

یاد چارواکي، چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې یاده طرحه د دوی له نیوکو او مخالفت سره مخ شوه او نه غواړي چې د عملي کېدو لپاره یې لاس په کار شي.

رویټرز د طالب چارواکي له قوله وايي، چې یاده ډله په لنډ مهالي حکومت کې ګډون نه کوي، خو د نوي حکومت جوړېدل یې د سولې په ګټه بللي او له جوړېدو سره یې رضایت ښکاره کړی دی.

بل لور ته تېره ورځ ولسمشر اشرف غني د ملي شورا ۱۷مې تقنیني دورې دریم کال پرانیسته کې د وینا پر مهال وویل چې پردۍ طرحې سوله نه شي راوستلی او د سولې د منځته راتګ یوازېنۍ لار د خلکو هیلې او اراده ده.

غني دا هم وویل چې دی به له ټاکنو پرته واک پرېنږدي او په خبره یې، ټاکنې د ولس حق دی او په هیڅ صورت د خلکو په دغه حق معامله نه شي کولای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زلمي خلیلزاد په لاس د افغان سولې لپاره یوې نوې طرحه را لېږلې، چې پکې لنډه مهاله حکومت او د بُن په څېر کنفرانس جوړول شامل دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance