د محمود فضلي يو مقرر کړي کس دری کاله د مړي سره قراداد کړی
خبريال وېبپاڼه- د افغان حکومت د چارواکو له لوري د فساد، نادرو، ټمبلۍ او نورو بېلابېل رېکارډونه شتون لري، خو دا هرڅه د ژوندیو سره کېدل، اوس تازه د یوه داسې معاملې څخه درته پرده پورته کوو چې دا ځل يوه حکومتي چارواکي د مړو له لارې فساد ته مخه کړې ده او د مړي په نامه یې معاملې کړې دي.
د افغانستان د دولتي املاکو د ریاست مشر دری کاله پرلپسې د یوه مړي سره د یو کور په هکله قرارداد شوی دی، دا کس چې مسافر خان نومېږي څه موده وړاندې وفات شوی دی خو د املاکو رياست بيا تاييد کړې ده چې ددې شخص سره د دولتي جايداد قراداد وشي.
دې ریاست د مسافر خان ولد محمد حسن سره چې وړاندې وفات شوی دی د دريو کلونو لپاره په پرلپسې ډول د یوه اپارتمان چې د ميوند په جاده کې واقع دی قراداد کړی دی.
فساد په دې معامله کې په دومره خلاص ډول شوی دی چې يو ځل بيا په نښه کوي چې د افغانستان د حکومت په دفاترو څومره ډاډه او عام فساد کېږي، ددې قراداد لپاره په عمومي ډېټابېس کې د قرارداد او نورو مالوماتو د موندلو لپاره د تحقیقاتو غوښتنه هم شوې ده خو دا هرڅه د مرکزي املاکو د مراقبت د مشر صدیق الله احمدزي له لوري سم ګڼل شوي او مکتوب یې لاسليک کړی دی.
د پام وړ پکې لا داده چې دری کاله دا قراد نوی شوی دی، د همدې مړي لاسليکونه ورباندې هر وخت شوي دي او بيا هم په دې دومره وخت کې د املاکو د ریاست يوه چارواکي هم دا پوښتنه نده کړې چې دا شخص چېرته دی، پېژندپاڼه يې چېرته ده.
د وزرات ماليې او نورو وزارتونو چارې اوس ډېر وخت کېږي چې د ارګ څخه د چارو د دارې د مشر محمود فضلي له لوري اداره کېژي، يا په مستقيم ډول له دې ادارې او يا هم په ارګ د جوړو شویو نورو فرعي ادارو له لوري دا ډول چارې په مخ ځي پخپله وزیران کاملاً بې اختیاره شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د املاکو د ریاست مشر هم د محمود فضلي له لوري وړانديز شوی او ټاکل شوی و او له هغه وروسته بيا د دولتي املاکو د ریاست څخه تللی او ځان يې ارګ ته د فضلي خواته رسولی دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.