باجوه: د امتیاز لټه کې د دوحي تړون د دوی هڅه وه
خبریال ویبپاڼه/ جنرال قمر باجوه د پاکستان د پوځ مشر په خپلو تازه څرګندونو کې چې اسلام اباد کې يې کړې ویلي چې پاکستان په افغان سوله کې مهم رول لري او د دوحي هوکړه او خبرې د دوی په هڅه ترسره سوې دي.
د پاکستان د پوځ مشر تازه د افغانستان په هکله څرګندونې کړې او ویلي يې دي چې د افغانستان امن او ثبات د پاکستان په ګټه دی او دوی په دې هکله په هڅه کې دي.
که څه هم پاکستان د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره په راستي یو قدم نه دی ایښی خو باجوه یوځل بیا ویلي چې د سیمې د امن کیلي په افغانستان کې ده او با امنه افغانستان د پاکستان په ګډون سیمې ته ګټور تمامیږي .
دې پوځي چارواکي ویلي چې په افغانستان کې امن د ټولې سیمې د امن ضمانت ورکوي ځکه نو پاکستان په دې سوله کې مهم رول لري، هغه ویلي چې پاکستان له خپلو ګاونډیانو سره ټولې ستونزې د خبرو اترو له لاري حل کوي او د دوحې هوکړه هم د پاکستان د هڅو یوه برخه وه.
که څه هم باجوه او په ټوله کې پاکستان له افغانستان سره صادقه قدم نه دی ایښي خو بیا یې هم له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د افغان سولې په برخه کې دي صادقه قدمونه کښېږدي.
باجوه پرداسې مهال پاکستان ته د امتیاز ورکولو په لټه کې دی چې ماسکو کې تازه د سولې کنفرانس د پیل حال کې دی او د دوحې د خبرو د پرمختګ او یو شمېر نورو پرمختګونو په هکله به خبرې ترسره سي د دولتي پلاوي ترڅنګ طالبان، او ګل بدین حکمتیا هم په دې غونډه کې ګډون لري.
پاکستان ولې ځان ته د امتیاز په لټه کې دی؟
که څه هم پاکستان خپله او یو شمېر هېوادونه پاکستان په افغان سوله کې یو لوری ګڼي او زیات امتیازات ورکوي خو ښايي چې د روسیې او ترکیې کنفرانسونه وښیې چې تر پاکستان نور سیمه ییز هېوادونه مهم دي او کولای سي چې د افغان سولې په ټپه دریدلې پروسې ساه ورکړي.
پاکستان هېواد که څه هم په ښکاره د افغان سولې پروسې سره د همکارۍ او مرستې نارې وهي خو په اصل کې داسې نه وي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.