ماسکو کې د سولې کنفرانس
خبریال ویبپاڼه/ تمه ده چې تر شاخوا یو ساعت پوري ماسکو کې د سولې کنفرانس پیل سي چې د طالب استازو په ګډون پکښي افغان دولتي او سیاسي پلاوی هم ګډون کړی.
دا کنفرانس چې تر ډیره بریده یې د دولت له لوري پلاوی سیاسي څېرې د دولتي پلاوي مشري عبدالله عبدالله کوي په دې پلاوی کې مخکنی ولسمشر حامد کرزی، مارشال دوستم کریم خلیلي او د افغانستان ولسي جرګې رییس هم شتون لري.
په ورته مهال په دې کنفرانس کې د طالبانو پلاوی هم ګډون کوي چې ټول ماسکو ته رسیدلي او تر راتلوونکي یو ساعت پوري به دا کنفرانس پیل سي، دا کنفرانس په دوحه کې د سولې خبرو د چټکتیا او دې خبرو د پرمختګ لپاره دایریږي چې ګډونوال به يې تر ډیره بریده پر دې خبرې وکړي چې څنګه په افغانستان کې یوې دایمي سولې سره ورسیږي؟
ګل بدین حکمتیار هم د دې کنفرانس د ګډون لپاره ماسکو ته تللی خو هغه ویلي چې د دوی پلاوی د دولت برخه نه ده او په خپل نوم په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
که څه هم ډیری داسې فکر کوي چې د ترکیې او روسیې کنفرانسونه د سولې خبرو لپاره ځانته بدیل دی خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا کنفرانسونه د دوحې خبرو مرستندویه او د هغو خبرو تکمیلوونکي دي ترڅو مرسته وکړي دا خبرې یوې نتیجې ته سره ورسیږي.
د ماسکو غونډې په هکله د امریکا دریځ
وړاندې له دې چې د ماسکو کنفرانس جوړسي امریکا د دې ګام هرکلی کړی او د سولې لپاره خپل استازی زلمی خلیلزاد يې دې کنفرانس ته لیږلی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ماسکو غونډه د افغان سولې په هکله د نړیوالو هڅو بشپړوونکې او اندېښنو شریکوونکې ده او به کړای سي چې د افغان سولې پروسې سره زیاته مرسته وکړي.
طالبان به په دې کنفرانس کې ګډون کوي او مخامخ به د افغان جګړې ښکېلې غاړې یو له بل سره د نظریاتو تبادله وکړي دا کنفرانس پر داسې مهال جوړیږي چې په افغانستان کې لاهم جګړه ده او نژدې هره ورځ عام افغانان په نښتو بمي چاودونو او هدفي وژنو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.