باجوه: د امتیاز لټه کې د دوحي تړون د دوی هڅه وه

خبریال ویبپاڼه/ جنرال قمر باجوه د پاکستان د پوځ مشر په خپلو  تازه څرګندونو کې چې اسلام اباد کې يې کړې ویلي چې پاکستان په افغان سوله کې مهم رول لري او د دوحي هوکړه او خبرې د دوی په هڅه ترسره سوې دي.

د پاکستان د پوځ مشر تازه د افغانستان په هکله څرګندونې کړې او ویلي يې دي چې د افغانستان امن او ثبات د پاکستان په ګټه دی او دوی په دې هکله په هڅه کې دي.

که څه هم پاکستان د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره په راستي یو قدم نه دی ایښی خو باجوه یوځل بیا ویلي چې د سیمې د امن کیلي په افغانستان کې ده او با امنه افغانستان د پاکستان په ګډون سیمې ته ګټور تمامیږي .

دې پوځي چارواکي ویلي چې په افغانستان کې امن د ټولې سیمې د امن ضمانت ورکوي ځکه نو پاکستان په دې سوله کې مهم رول لري، هغه ویلي چې  پاکستان له خپلو ګاونډیانو سره ټولې ستونزې د خبرو اترو له لاري حل کوي او د دوحې هوکړه هم د پاکستان د هڅو یوه برخه وه.

که څه هم باجوه او په ټوله کې پاکستان له افغانستان سره صادقه قدم نه دی ایښي خو بیا یې هم له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د افغان سولې په برخه کې دي صادقه قدمونه کښېږدي.

باجوه پرداسې مهال پاکستان ته د امتیاز ورکولو په لټه کې دی چې ماسکو کې تازه د سولې  کنفرانس د پیل حال کې دی او د دوحې د خبرو د پرمختګ او یو شمېر نورو پرمختګونو په هکله به خبرې ترسره سي د دولتي پلاوي ترڅنګ طالبان، او ګل بدین حکمتیا هم په دې غونډه کې ګډون لري.

پاکستان ولې ځان ته د امتیاز په لټه کې دی؟

که څه هم پاکستان خپله او یو شمېر هېوادونه پاکستان په افغان سوله کې یو لوری ګڼي او زیات امتیازات ورکوي خو ښايي چې د روسیې او ترکیې کنفرانسونه وښیې چې تر پاکستان نور سیمه ییز هېوادونه مهم دي او کولای سي چې د افغان سولې په ټپه دریدلې پروسې ساه ورکړي.

پاکستان هېواد که څه هم په ښکاره د افغان سولې پروسې سره د همکارۍ او مرستې نارې وهي خو په اصل کې داسې نه وي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More