The news is by your side.

م،م د افغانستان په هکله مهمه پریکړه کړې

خبریال ویبپاڼه/ یو شمېر سیمه ییز هېوادونه اوس هم د افغانستان لپاره ځانګړي استازي لري ترڅو د دې هېواد د مهمو مسایلو او بدلونونو په هکله خپل رولونه ولوبوي، ملګرو ملتونو د خپلو چارو د ښه والي لپاره په یوه اقدام کې د افغان سولې  لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی.

انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې فرانسوی ډیپلماڼ ژان ارنولټ يې د افغانستان لپاره د سولې په مسله کې خپل ځانګړی استازی ټاکلی، ویل کیږي ارنولټ، د ګڼو نورو هېوادونو د سولې پروسه کې هم مرسته کړې او په دې برخه کې ښه تجربه لري.

ګوتریش زیاته کړه چې ژان به په کابل کې د ملګرو ملتونو له مرستندوبه دفتر مشرې دیبورا لاینز سره په ګډه کار کوي او د افغان سولې په پروسه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ملګرو ملتونو په دې هکله په خپل بیان کې ویلي وړاندې له دې چې د روسیې او ترکیې کنفرانسونه ترسره سي خپل ځانګړی استازی يې مقرر کړ ترڅو د افغان جګړې پای ته رسولو او په دې برخه کې د سیاسي جوړجاړي د رامنځ ته کولو لپاره مرسته وکړي

تمه ده چې نن د روسیې په پلازمینه ماسکو کې د افغان سولې لوی کنفرانس جوړسي چې د افغان دولتي پلاوي ترڅنګ طالب پلاوي او د سیمه ییزو هېوادونو استازو ګډون کړی دوی به په دې کنفرانس کې د افغان جګړې د حل په موخه د سیاسي جوړجاړي لپاره حل لارې پیدا کړي.

د م،م ټینګار پر دې دی چې څنګه ژر تر ژره د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره کوښښ او هڅه ترسره سي په سیمه ییزه کچه اوس دیری هېوادونه په دې لټه کې دي چې افغان کشالې ته د پای ټکی کښېږدي او نور افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

د روسیې له کنفرانسه وروسته به د روانې میاشتي په ۲۷ نېټه په ترکیه کې ورته کنفرانس جوړ سي چې لا له وړاندې دې کنفرانس ته تیاری نیول سوی طالبانو افغان دولت په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره هو ویلي.

دا کنفرانسونه څومره مهم  دي؟

د دوحې له خبرو کلونه تیریږي خو تراوسه پوري يې کومه نتیجه نه ده ورکړې ځکه په افغانستان کې لاهم د جګړې ډګر همداسې ګرم ساتل سوی داکنفرانسونه چې ګډونوال يې  مخامخ سره کښیني مهم ځکه دي چې د جګړې ښکیلې  غاړې به یو د بل غوښتنې او نظرونه واوري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.